سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د راشدخان سترګي په نوي ريکارډ کي دي!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

په شل اووريزو لوبو کي د نړۍ لومړی مقام توپ اچوونکی راشدخان سږ کال تربل هر لوبغاړي مصروفه او ستړی دی.

د افغانستان د ملي لوبډلي نړيوالي لوبي،له IPL تر CPL,که د کاناډا ليګ وي يا د بنګلديش ليګ،لس اووريز،د سويلي افريقا يا هم د افغانستان خپل ليګ په دې ټولو کي راشد تربل هر لوبغاړي ډير لوبيږي او دا دی اوس بيا اسټراليا کي دی.

راشدخان په روان ۲۰۱۸ز کال کي ۹۲ وکيټي اخيستي،چي دا په يوه کال کي تربل هر توپ اچوونکي ډيري وکيټي دي.

تر ده وړاندي ډي جې براوو په ۲۰۱۶ز کال کي ۸۷ وکيټي اخيستي وې چي په لومړي مقام کي وو.

خو داځل راشدخان د قوي ريکارډ نيولو په لور روان دی.

تر اوسه پوري هيڅ توپ اچوونکی پدې ندی توانيدلی چي په يو کال کي دي ۱۰۰ وکيټي ترلاسه کړي او دا ريکارډ دي ټينګ کړي.

خو که راشد نوري ۸ وکيټي واخلي دا به په شل اووريزو لوبو کي د يو توپ اچوونکي لخوا په يو کال کي د ۱۰۰ وکيټو قوي ريکارډ وي.

پدې روان کال کي د راشدخان لوبډله په بيګ باش ليګ کي ۳ لوبي لري، پداسي حال کي چي راشد د اتم پړاو بيګ باش ليګ، په خپله لومړنۍ لوبه کي ۳ لوبغاړی وسوځول.

که راشد ۸ وکيټي په راتلونکو ۳ لوبو کي واخلي نو لومړی توپ اچوونکی به وي چي په يوکال کي ۱۰۰ وکيټي واخلي.

د راشدخان توپ اچوونه په نړۍ کي بې مثاله ده،نوځکه د کرکيټ نړيوال مبصرين دا مني چي راشد کولای سي دغه ريکارډ ته ځان ورسوي.

که څه هم راشدخان ډير ستړی دی او کله کله داسي هم راځي چي په کلونو کورته نه ځي خو د افغانستان بیرغ يې رپانده او نوم يې روښانه ساتلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.