سپورټ کورنی کرکټ مخکښان نړیوال کرکټ

له راشد خان څخه د بومرا خلاصون نشته؛ په اسیا جام کې یو بل ته په مورچل ولاړ دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان، چې اوس په نړیوال کرکټ کې د پیاوړو لوبغاړو ترمنځ ډیر کله په سیالۍ کې وي، په ۲۰ اوریزه لوبو کې د لمړي توپ اچونکي د مقام خپلولو وروسته د ۵۰ اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې د لمړي مقام ګټلو په هڅه کې دی.

 راشد خان له څه مودې راهیسې د هندي تیز بالر جسپریټ بومرا د نړیوال کرکټ په ۵۰ اوریزه سیالیو درجه بندۍ کې د لمړی مقام خپلولو شاه نیولې ده.

که څه هم ویل کیده، چې افغان لوبغاړی راشد خان ارمان به د ایرلینډ خلاف په درې ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ښې توپ اچونې پرمټ د نړیوال کرکټ ۵۰ اوریزه سیالیو د لمړي توپ اچوونکي مقام وګټي، خو لمړي مقام ته په رسیدو کې لا هم په انتظار دی.

  راشد خان د نږدې تیرو ۵ میاشتو راهیسې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه سیالیو په رینکینګ یا درجه بندۍ کې لمړي مقام ته رسیدلی دی او لا هم یې تر نورو بالرانو وړاندې دی، خو د ۵۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې د هندی جسپریټ بومرا سره په سیالۍ کې روان دی.

دواړه د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه د کرکټ په اسیا جام پیلیدونکو سیالیو د لمړي مقام ګټلو او خوندي کولو چانس لري.

 که افغان لوبغاړی راشد خان لمړی د سریلنکا او بنګله دیش خلاف او بیا دویم پړاو ته په رسیدو سره په دې نورو سیالیو کې د اقتصادي توپ اچونې ترڅنګ ویکټې هم ترلاسه کړې، نو بومرا وروسته کولی شي، خو بل خوا هندی تیز بالر بومرا هم په ورته کړنې خپل دغه مقام خوندي کولی شي.

 اوس مهال بومرا په ۷۷۵ ریټینګ پواینټز سره لمړی او په ۷۵۵ ریټینګ پواینټز سره افغان لوبغاړی راشد خان دویم مقام له ځان سره لري.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ ایشیا کپ یا اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي، چې پکې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلنکا، بنګله دیش او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی