سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشد خان: افغان لوبغاړي به ډیرې ښې لاسته راوړنې ولري

راشدخان چې د مرتا عربینز لوبډلې له خوا سږ کال په قیمتي یا ايکن لوبغاړوکې اخېستل شوی، عربینز لوبډله پرې ډېره ملا تړي. نوموړی یې تر دې دمه د احتمالي لوبډلمشر په توګه هم ټاکلی دی.

راشدخان، حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران درې پیاوړي افغان لوبغاړي په دې لوبډله کې اخېستل شوي دي.

راشدخان د نړۍ په کچه بوخت او مشهور لوبغاړی دی.

حضرت الله ځاځي بیا په یو اور کې د شپږ، شپږیزو وهونکی لوبغاړی دی، چې په نړیواله کچه یې د افغانستان لپاره ریکارډ او تاریخ جوړ کړ.


او نجیب الله ځدران بیا هغه لوبغاړی دی، چې د ۲۰۱۶ م کال شل اوریز جام سیالیو کې په ۴۹ ناسوځېدلومنډو د افغان لوبډلې ټارګېټ د ویسټ انډیز پر وړاندې تر ۱۲۰ منډو لوړ کړ او د ویسټ انډیزي لوبغاړي څخه یې خورا سخت کېچ هم ونیو، چې د همده ښې کارکرده ګۍ افغان لوبډله پر ویسټ انډیز بریالۍ کړه.

راشدخان د افغانستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې:
راشدخان د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ کې چې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د اکټوبر په میاشت کې ترسره شو، د کابل لوبډلمشر و.

نوموړي خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله او په پایلوبه کې یې د بلخ لوبډلې څخه ماته ومنله او اتلولي یې وبایلله.

راشدخان په هغه لیګ کې لس وېکټې واخېستې او یوه، نیمه سلیزه یې هم ووهله.

حضرت الله ځاځی:
حضرت الله ځاځی په ۱۹۹۸ م کال کې پکتیا ولایت کې زېږېدلی دی اوس مهال ۲۰ کاله عمر لري.
ځاځی تر دې وړاندې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لوبډله کې لوبېده د خپلې بې رحمه توپ وهنې له امله په افغاني کرېس ګېل مشهور و.

نوموړي د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ پر مهال د بلخ لوبډلې پر وړاندې داسې کارنامه وکړه، چې تر اوسه پورې کرېس ګېل هم نه ده کړې.

هغه په شپږو توپونو شپږ شپږیزې ووهلې؛ چې نړیوال یې ګوته په غاښ کړل او ځان یې د یوراج سېنګ، هارشل ګېبز او نورو لوبغاړوسره سیال کړ.

اوس راشدخان ویلي دي چې درې افغان لوبغاړي کولای شي عربینز لوبډله ښه وځلوي.

راشدخان ډاډ څرګندوي چې افغان لوبغاړي به وکولای شي چې ټي ټېن لیګ کې ښه کارکرده ګي وکړي.

خان د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې تېرکال ډېر ښه وځلېد؛ چې همدا علت و، سږ کال یو ځل بیا په نوموړي لیګ کې د اډيلایډ سټرایکرز لوبډلې واخېست.

سچېن ټېنډولکر د راشدخان په اړه:
هندوستاني سچېن ټېنډولکر د راشدخان په اړه ویلي وو، چې هغه په شل اوریزه لوبو کې د نړۍ غوره بالر دی او دې سره سره ښه توپ وهونکی هم دی.

ناپېژندل شوی حضرت الله ځاځی څنګه مشهور شو؟
ځاځی په هېواد کې دننه ډېرو لږو خلکو پېژانده؛ خو چې افغان لوبډلې سره یوځای شو په ملي لوبډله کې یې د بنګله دېش خلاف ښه توپ وهنه وکړه.

له دې وروسته د افغانستان په سوداګریزکرکټ لیګ کې واخېستل شو؛ چې هلته یې خپله وړتیا په هسکو شپږیزو د کرکټ مینه والو ته څرګنده کړه.

ځاځی له ریکارډ جوړولو وروسته د نړۍ د ورځپاڼو او نورو رسنیو د سرټکی شو او هر چا د هغه د شپږ؛ شپږیزو ریکارډ باندې تبصرې کولې. د ځاځي همدغې مشهورتیا هغه د عربو په لس اوریز کرکټ لیګ کې شامل کړ.

حضرت الله یواځېنی لوبغاړی و، چې د افغانستان کرکټ لیګ کې یې سلیزه ووهله.

اوس راشدخان د افغان لوبغاړو وړتیاوو ته په کتو ویلي، چې په ټي ټېن لیګ کې به د ۱۳ افغان لوبغاړو شتون د لوبډلو په بریا کې خورا اغېزمن وي.

راشدخان ویلي زما لومړی ځل دی، چې یو لنډ فارمټ کرکټ لوبوم، هغه وایي په رښتیا هم چې لس اوریزې لوبې بیخي بدلې دي.

خان ویلي چې مونږ د درې افغان لوبغاړو په شتون کې خورا متوازنه او ښه لوبډله لرو. نوموړي د کامران اکمل او ډیجی براوو یادونه هم کړې ده، چې له ده سره په لوبډله کې یوځای دي. راشدخان وایي مونږ سل سلنه هڅه کوو، چې ښې لوبې وکړو او د سیالیو اتلولي وګټو.

ټي ټېن لیګ د نومبر په ۲۱ مه نېټه پېلېږي او د ډېسمبر په ۲ مه نېټه پای ته رسېږي. دا لوبې شا او خوا لس ورځې دوام کوي او ټولې پکې ۲۹ لوبې ترسره کېږي. تېر کال د دې سیالیو اتلولي کېرالا کېنګز لوبډلې ګټلې وه. خان اوس په شارجه ښارکې په ایم ایس ډوني اکاډومي کې په تمریناتو بوخت دی.

د راشدخان د تمرین ویډیو:

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې