کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشد خان: د کپتان او کریکټ بورډ لپاره نه، بلکې د افغانستان لپاره لوبیږم

لیکنه: بهار سمسور

وروسته له هغې چې تر نړیوال جام مخکې اضغر افغان د کریکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لري کړل شو او پر ځای یې ګلبدین نائب لوبډلمشر اعلان کړل شو، په کور د ننه او نړیواله سپورتي نړۍ کې د مبصرینو او هم سپورټس میډیا د خبرونو سرټکی و، ولې کله چې د هند په غوره لیګ کې بوخت محمد نبي او راشد خان پر ټویټر د افغان کریکټ بورډ دا پرېکړه وننګوله اوس هم نړیوالې رسنۍ وخت نا وخت دا موضوع راپورته کوي او دا دریم ځل دی چې مشهور افغان لېګ برېکر راشد خان پوښتل کیږي.

وړاندې تر دې چې په روان نړیوال جام کې افغان کریکټ ملي لوبډله د هندوستان خلاف د سیالۍ ډګر ونیسي، هندۍ پي ټي ای رسنۍ افغان راشد خان پوښتلی او د لوبډلمشرۍ او ټوېټ په اړه یې ترې پوښتنې مطرح کړې دي.

پي ټي ای لیکي: کله چې په نړیوال جام کې افغان لوبډله پینځه ماتې خوري، علت یې څه دی؟ د نبي،راشد او یو شمېر نورو پیاوړو لوبغاړو په شتون کې ولې افغانستان داسې لوبې وکړي.

راشد خان پوښتل شوی: کله چې اضغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې کړل شوی، ویل کیږي چې له اوسني کپتان ګلبدین سره ستاسو اړیکې خړ پړې دي ایا رښتیا هم؟

راشد:

«زه فکر کوم چې زما او د ګلبدین تر منځ هیڅ ستونزه نشته. زه هغه بیخي زیات تشویق کوم. که اضغر مې د لوبډلمشرۍ پر وخت ۵۰ فیصده تشویق کاؤ، نو ګلبدین ۱۰۰ فیصده تشویقوم. حقیقت دا نه دی چې زموږ تر منځ دې کومه ستونزه وي، موږ د انګلستان پر ځمکه ګرځو.»

دی وړاندې وايي، کله چې د همدې لوبغاړو تر منځ په ۱۵/۱۶ کلونو کې کومه ستونزه راولاړه نه شوه، نو دا څنګه امکان لري چې په دا دوه ورځو کې دې ددوی تر منځ ستونزه شتون ولري.

سرچینه لیکي، کله چې راشد د کپتانسۍ پر موضوع پوښتي؛ راشد په جدیت سره ځواب ورکوي:

«زه هیڅ کله د ګلبدین یا کریکټ بورډ لپاره نه لوبېږم، زه د افغانستان لپاره لوبېږم. زه په دې پوهېږم چې زما دنده څه ده؛زه باید څه وکړم. زما او د نبي ټوېټ د اضغر په ملاتړ نه و،بلکې دا د افغانستان د کریکټ د بهبود لپاره و او بس.»

راشد په داسې حال کې د دریم ځل لپاره پر خپل ټوېټ پوښتل کیږي چې د افغانستان په کریکټ لوبډله کې د لوبغاړو تر منځ د اختلافاتو خبرونه ورکول کیږي او ویل کیږي چې په یوه خوله نه دي، خو افغان بورډ او لوبډله بیا دا افهات بولي.

افغانستان د نړیوال جام د لیګ شپږمه لوبه نن د هندوستان خلاف تر سره کوي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی