سپورټ کورنی کرکټ

راشد خان وايي مور مې راته دا نصیحتونه کړي

د راشد خان له ډیرو نا ویلو به نه یاست خبر !؟په کرکټ کې ورته د مور نصیحتونه او مشورې

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او په نړیوال کرکټ کې مشهوره څهره راشد خان، چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې د ټي ټین لیګ سیالیو کې په لوبو بوخت دی؛ د دغه لیګ سیالیو په اړه په یوه ویډیوي مرکه راڅرګند شوی دی، چې د ډیرو نویو خبرو په اړه یې ویل کړي دي.

د دغه مرکې پر مهال له راشد خان څخه د پوښتنو لړۍ پیل کیږي، چې پکې لمړی د ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لیګ راڅرخي.

نوموړي د ۱۰ اوریزه سیالیو د فارمټ په اړه ویلي، جالبه سیالۍ دي او پکې باید هر بالر د لمړي بال څخه هوښیار اوسي ګنې د بریدګرو توپ وهونکو له توپان سره به مخ شي.

 راشد خان وايي، په دغه سیالیو کې داسې کارونه کیږي، چې ترې تمه هم نه کیږي، خو د نندراچیانو لپاره خور جالبه لوبې دي.

 په ویډیو کې راشد خان د دغه پوښتنې په ځواب کې چې د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ یواځې د توپ وهونکو لپاره جوړې دي، ویلي د بالرانو لپاره هم برابرې دې، خو که له خپلو مهارتونو او تجربو څخه کار واخلې، ګنې داسې ښکاري، چې د توپ وهونکو لپاره ښې سیالۍ دي او د نوموړي په وینا خپله یې د کرکټ ۲۰ اوریزه او ټیسټ لوبې ځکه خوښیږي، چې پکې خپل مهارتونه پیاوړي کولی شي.

 د راشد خان څخه د خوښې کرکټرانو په اړه پوښتل کیږي، چې په ځواب کې یې نوموړی د د بالینګ په برخه کې د پاکستاني شاهد خان افریدي، توپ وهنه کې د هندي سچن ټنډولکر او په ښځینه لوبغاړو کې د انګلستانۍ ویکټ کیپرې سارا ټایلر نومونه یاد کړي دي.

 په مرکه کې راشد خان د خپلې مور د نصیحتونو په اړه وايي:

په ویډیوي مرکه کې راشد خان د ۱۰ اوریزه سیالیو د بحث په جریان کې د خپلې مور یادونه کوي، چې کله دی له کور سره اړیکه نیسي، نو مور یې ورسره د نورو خبرو پر ځای د کرکټ بحث کوي او د نوموړي په خبره کله چې ښه توپ وهنه ترسره نه کړي، نو ورسره یې نه مني.

دی وايي نصیحت یې راته دا وي، چې باید په میدان کې حوصله وکړي او د غلط شاټ څخه ځان وساتي.

همدا راز راشد خان ویلي، د ۱۰ اوریزه سیالیو د بالینګ پرمهال یې د توپ اچونې په اړه ورته ویلي، تر څو بالونه ژر ترسره نه کړي او لږ وخت واخلي.

له افغان لوبغاړي راشد خان څخه په دغه ویډیو کې د یو شمیر نورو خبرو په اړه هم پوښتل شوي دي، چې پکې په راتلونکو کلونو کې به د کرکټ نوی شکل څه ډول غوره کړي، نو په ځواب کې یې راشد خان په خندونکي انداز کې وايي شاید یواځې میدان ته راتګ، د ټاس ویشتل او بیرته تلل وي، خو راشد خان بیرته په ځواب کې وايي، ښآيي د ۱۰ اورونو څخه د کمو اورونو لوبې رامنځ ته نشي، ځکه چې په ۱۰ اوریزه کرکټ کې هم سره نه جوړیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی