سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د اسټرالیایي ال راونډر ملګرې له راشد غوښتنه او د خان ځواب

د اسټرالیایي کرکټ لوبغاړي بېن کټېنګ ملګرې یا ګرل فرېنډ له افغان ګوګلي ماسټر او په یو ورځنیو لوبوکې له لومړي نمبر ال راونډر راشدخان ارمان څخه غوښتنه کړې، چې د ده ملګری په ای پي ایل یا افغانستان پریمیر کرکټ لیګ کې ونه سوځوي.

د ډي این ای په نامه یوه انلاین رسنۍ وایي، چې د بېن کټېنګ ملګرې ایرېن هولېنډ له راشدخان دا غوښتنه په یوه ټوېټ کې کړې ده.

هولېنډ راشدخان ته ویلي، چې د مهربانۍ له مخې زما ملګری بېن کېټېنګ مه اوټ کوه یا مه سوځوه.


خو راشدخان ورته په ځواب کې ویلي، چې هغه باید په ما د سویپ یا جارو شاټ هڅه ونه کړي.

د افغانستان پریمیرکرکټ لیګ کې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه ۳۵ باندني مشهور لوبغاړي اخېستل شوي دي.

دغه لیګ د جمعې په ورځ په عربي متحده اماراتوکې د ۵ لوبډلو، ننګرهار، کابل، پکتیا، کندهار او بلخ ترمنځ پېلېږي.
چې بېن کټېنګ پکې د ننګرهار لوبډلې پېرلی دی او راشدخان بیا په کابل لوبډله کې لوبېږي.

دا د دغه لیګ لومړی پړاو دی، چې راشدخان څخه پکې د کټېنګ ملګرې د هغه د نه سوځېدو غوښتنه کړې ده.

راشدخان او بېن کټېنګ دواړه په اې پي ایل یا د هندوستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې په سن رایزرز حېدراباد لوبډله کې یو ځای لوبېږي.

د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ د اکټوبر په پنځمه نېټه د جمعې په ورځ پېلږي، چې ټولې پکې ۲۳ لوبې کېږي.

د ننګرهار او کابل لوبډلو ترمنځ لوبه، چې راشدخان او بېن کېټېنګ پکې مخ کېږي د اکټوبر په نهمه نېټه شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې