سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشدخان د سویلي افریقا په نوي لیګ کې بولۍ ته وړاندې کېږي

د سهیلي افریقا نوی کرکټ لیګ مزانسي سوپر لیګ تر عنوان لاندې پېلېدونکی دی، تر دې دمه پکې راشدخان، ډیویلیرس، رباډا، کرېس ګېل د مشهورو لوبغاړو په لړکې اعلان شوي دي.

د سهیلي افریقا د کرکټ ادارې د دوشنبې په ورځ د خپل نوي لیګ د پیل اعلان وکړ، دغه لیګ مخکې د مالي ستونزو له امله ځنډېدلی و او اوس یو ځل بیا دا ستونزه حل شوې ښکاري.

په دغه لیګ کې د سهیلي افریقا څخه ډیویلیرس، ډوپلېسېس، هاشم امله، کګېسورباډا، عمران طاهر او جی پي ډومني شامل دي.

ډیویلیرس شوېن سپرټنز لوبډله کې، ډوپلیسي په پارل راکس لوبډله، هاشم امله په ډوربېن هیټ لوبډله، رباډا جوزي سټارز لوبډله، عمران طاهر به په نېلسن منډېلا لوبډله کې او ډومني به په کېپټاون بلېټز لوبډله کې ولوبېږي.

شپږ لوبډلې به ۳۲ لوبې ترسره کوي، دا لیګ د نومبر په ۱۶ مه نېټه پېلېږي او د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه پای ته رسېږي.

د چهارشنبې په ورځ د لوبغاړو بولي ترسره کېږي.

راشدخان، مورګن، جېسن رای، ډېوېډمېلن، کرېس ګېل او ډوېن براوو شپږ هغه مشهور لوبغاړي دي، چې له وړاندې بولۍ کې اخېستل شوي او د شپږ لوبډلو له خوا به یو، یو لوبغاړی له دغو شپږو مشهورو لوبغاړو څخه اخېستل کېږي.

د سهیلي افریقا د کرکټ اداره وایي، چې مونږ د ۲۰۰ مشهورو نړيوالو لوبغاړو عریضې ترلاسه کړي، چې په دغه لیګ کې د لوبېدو لېواله دي.

د افریقا د کرکټ اداره وایي په دغه لیګ کې به ځېنې لوبغاړي په ځېنو لوبو کې ځکه نه وي، چې هغوی به بیا خپلو مهمو لوبو ته ځي او سهیلي افریقا هم له اسټرالیا سره په اسټرالیاکې یو ورځنۍ لوبلړۍ لري.

شپږ لوبډلې عبارت دي له شوېن سپرټنز، پارل راکس، ډوربېن هیټ، جوزي سټارز، نېلسن منډېلا جاینټس بی او کپټاون بلېټز لوبډلو څخه.

تر ډېره پورې اوازې دي، چې د راشدخان په اخېستلو کې تر نورو لوبډلو د ډوربېن هیټ لوبډله ډېره لېواله ده، چې هاشم امله به یې ښایي احتمالي لوبډلمشر هم وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې