سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په نړیوال جام کې راشدخان د ملا تیر وبلل شو

د سپورټس کیډا په نامه یوې ورزشي وېب پاڼې لیکلي دي، چې په راروان نړیوال جام کې د هرې لوبډلې لپاره یو کلیدي لوبغاړی شته، چې د خپلې لوبډلې لپاره به خورا اغېزمنه لوبه کوي.

دې وېب پاڼې په نړیوال جام کې له لس لوبډلو څخه یو، یو لوبغاړی په نښه کړی دی چې په نړیوال جام کې به پرې خپلې لوبډلې راټولې وي او تکیه به پرې کوي.

په دې لس لوبغاړو کې له افغان لوبغاړو څخه د راشدخان نوم یاد شوی دی.

راشدخان په کم وخت کې د نړۍ په کچه ښه ځلیدلی دی، اوس د بېګ باش لیګ کې لوبېږي، تر دې دمه یې په ۱۱ لوبو کې ۱۶ وېکټې اخېستي او په ایکانومي کې تر ټولو توپ اچوونکو غوره دی.

په دغو لوبغاړو کې له افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هندوستان، سریلانکا، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، سهیلي افریقا او ویسټ انډیز څخه یو، یو لوبغاړی شامل دی، چې ښې لوبې به کوي او لوبډلې ته به کلیدي کردار ادا کوي.

وېب پاڼې لیکلي چې په نړیوال جام کې تر ډېره پورې د افغانانو هیلي راشدخان ته دي او د راشدخان په اوږدو د ښې لوبې دروند بار پروت دی.

افغان لوبډله هسکه غړۍ نړیوال جام ته تللې ده او ډېر باوري لوبغاړي ورسره شته.

دا چې د انګلستان ویشتن ځایونه تېز دي، نو فسټ یا چټکو توپ اچوونکو ته هم ډېره اړتیا شته چې باید افغان لوبډله یې ولري.

اوس حمید حسن په تمریناتو بوخت دی، ترڅو په راروان جام کې د لوبېدو لپاره چمتو شي، د ده سربېره اوس مهال دولت ځدران بشپړ روغ رمټ دی او کولای شي، چې د افغان لوبډلې لپاره اغېزمنه توپ اچونه وکړي.

له راشدخان سره د څوکه یا سلو توپ اچونې بله جوړه بیا غوره افغان اف برېک توپ اچوونکی مجیب الرحمن ځدران دی، چې کولای شي د نړیوالو لوبډلو اوپننګ وننګوي.

وېب پاڼې د راشدخان په اړه لیکلي دي، چې ځوان راشدخان د افغان لوبډلې لپاره په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې خورا اغېزمن دی.

د توپ وهنې په برخه کې بیا د افغان لوبډلې لپاره حشمت الله شاهدي او رحمت شاه زرمتی ښه جوړه ده، کولای شي چې په پوره حوصله توپ وهنه وکړي، لکه څنګه چې د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیو کې وو.

که شهزاد محمدي په اوپننګ کې لږ ودرېږي او رغوونکې توپ وهنه وکړي، کولای شي افغان لوبډله ځواکمنې لوبډلې په ګونډو کړي.

د لوبغاړو په منځ کې بل نوم د ویسټ انډیزي شېمرن هېټمېر یاد شوی. شېمرن هېټمېر د ویسټ د ۱۹ کلنو لوبډلې پیاوړی لوبغاړی دی، خو د خپلې وړتیا له مخې په ملي لوبډله کې اخېستل شوی.

مستفض الرحمن بل هغه لوبغاړی دی، چې د بنګله دېش لپاره کولای شي ښه لوبه وکړي، مستفض الرحمن بنګله دېشی کیڼ لاسی چټک توپ اچوونکی دی، چې کولای شي بنګله دېش ته رغوونکی رول ولوبوي، هغه په اسیا جام سیالیوکې په پایلوبه کې د هندوستان خلاف زبردسته توپ اچونه وکړه، نږدې و، چې پایلوبه بنګله دېش وګټي؛ خو په وروستیو کې کیدر جداف وتوانېد، چې لوبه وګټي او اتلولي هندوستان یوړه.

هغه په ۴۰ یو ورځنیو لوبو کې د بنګله دېش لپاره ۷۳ وېکټې اخېستي دي

تېسارا پرېرا
تېسارا پرېرا د سریلانکا بې رحمه الراونډر دی کولای شي د سریلانکا لپاره خورا ښه لوبه وکړي.
سږ کال یې د نیوزیلېنډ خلاف یوه لوبه کې په ۷۴ توپونو ۱۴۰ منډې وکړې.

فخرزمان
فخرزمان د پاکستان لپاره تر اوسه پورې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړي او د پاکستان لپاره یې په چمپيئن ټرافي یا قهرمانۍ جام سیالیوکې د هندوستان خلاف پایلوبه کې د هیرو یا اتل رول ولوباوه.
د ده نوم هم د نړیوال جام په اوږدو کې د ښه لوبغاړي په توګه راغلی

مکسویل
مکسویل د اسټرالیا غوره الراونډر دی هم د اسټرالیا لپاره د نړیوال جام کلیدي رول ټاکل شوی دی.
مکسویل که څه په تېر کې خورا خطرناکه توپ وهنه کوله؛ اوس یو څه اوټ فوم دی.
وبه ګورو چې نړیوال جام کې یې لوبې څنګه دي.

ټرېنټ بولټ
ټرېنټ بولټ چې د نیوزیلېنډ چټک کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی، هغه د هندوستان خلاف په ۴ مه یو ورځنۍ لوبه کې پنځه وېکټې واخېستې په لس اورونوکې یې ۴ اورونه مېډن کړل.
ټرېنټ بولټ چې فسټ یا چټکه توپ اچونه کې سوېنګ هم لري کولای شي د انګلستان په چټکو پیچونو ښه توپ اچونه وکړي.

کګېسو رباډا
کګېسو رباډا چې ۲۰۱۵ کال کې له نولس کلنې لوبډلې ملي لوبډلې ته راغلی ډېر خطرناک بالر دی، چټکه توپ اچونه یې په چټکو لوبغالو کولای شي توپ وهونکي له ستونزو سره مخ کړي.

بېن سټوکس
بېن سټوکس د انګلستان الراونډر دی، هغه د ښې توپ اچونې سربېره ښه توپ وهنه هم کوي؛ خو د ۲۰۱۶ م کال شل اوریز جام کې یې د کارلوس برېټوېټ له خوا ۴ شپږیزې وخوړې.

هارډېک پانډیا
هارډېک پانډیا چې د انګلستان په لوبغالو ښه توپ وهنه کولای شي، کېدای شي چې یو ځل بیا ښه توپ وهنه وکړي.
هارډېک پانډیا د پاکستان خلاف په ۲۰۱۷ کال کې چمپین ټرافي کې پاکستانۍ لوبډله رانیولې وه، چې بیا جدیجا رن اوټ کړ.
تاسې د یاران لوستونکي څه فکر کوئ، چې ایا رښتا هم دا لوبغاړي کولای شي د لوبډلو لپاره ښې لوبې وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی