سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشدخان د حېدراباد لپاره اتل شو

راشدخان د آې پي ایل په اتمه لوبه کې د راجستان خلاف د حېدراباد لپاره د اتل رول ولوباوه او حېدراباد ته یې یو ځل بیا لومړۍ بریا ورکړه.

راشدخان په لومړي اوور کې یې د راجستان خطرناک او برید کوونکی توپ وهونکی جاس بټلر د ګوګلي ښکار کړ او په ۵ منډو یې کلین بولډ کړ.

هغه مهال راشدخان د مبصرینو په خوله خورا ډېر وستایل شو.

راشدخان په خپل لومړي اوور او د لوبې په پنځم اوور کې د بټلر او اجینکیا رهانی دا ملګرتیا ماته کړه او خپل لومړي اوور کې یې ۷ منډې ورکړې.

بټلر غوښتل د ده توپ په جارو شاټ لېګ لوري ته ولوبوي، خو راشدخان ترې لېګ وېکټ وویشته او بټلر یې ناهیلي دمه ځای ته ولېږه.

ورپسې یې بل اوور کې هم ۷ منډې ورکړې او په دوه اورونو کې راشدخان ۱۴ منډې ورکړې.

کله چې د کېن ویلیمسن له خوا دریم اوور ته راوغوښتل شو؛ نو یواځې ۴ منډې یې ورکړې او په خپل وروستي اوور کې یې یواځې شپږ منډې ورکړې.

راشدخان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.

د کېن ویلیمسن لوبډلمشري او د حېدراباد بریا
د کرکټ په لوبه کې د لوبډلمشرۍ ځانګړی رول او کېن ویلیمسن بیا هغه لوبډلمشر دی، چې حېدراباد لوبډله یې تېر کال تر پایلوبې ورسوله.

د هغه لوبډلمشري په پرونۍ لوبه کې دومره اغېزناکه وه، چې د ستاینې لپاره یې الفاظ نه لرو، نوموړي له لومړي سره راشدخان ته د وېکټ اخېستلو په پار اوور ورکړ.

کېن ویلیمسن پوهېده، که بټلر په کریس کې پاتې شي، حېدراباد ته ستونزې جوړولي شي او هماغه و، چې د هغه د وېکټو تابیه یې ونیوله او دا اعتماد یې په ۲۰ کلن افغان ګوګلي ماسټر وکړ.

د مختلفو بالرانو کارول هغه څه و، چې یواځې له بونېشور کومار څخه پرته نور ټول بالران موثر وو.

د راشدخان توپ وهنه او په دوه شاټونو د لوبې ګټل
راشدخان بیا هغه مهال د حېدراباد د پام وړ وګرځېد کله چې د دې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځېدل، لوبه د زړونو درزا حالت کې وه، راجستان د بریا خوبونه لیدل؛ خو مینوال یې بیا د دوو مسلمانانو (راشدخان ارمان او یوسف پټان) هسکو شاټونو ته په تمه وو.

یوسف پټان چې ۳۶ کاله عمر توپ وهنه یې ډېره کمزورې شوې؛ نو ډېره تمه له راشدخان وه.

۸ توپونو ۹ منډې پاتې وې، چې راشدخان د نړۍ په خورا بهترینه بالر، هغه چې تر ۱۵۵ پورې سپیډ ولي، یوه څلوریزه د ایکسټرا کور په لوري خورا په تخنیکي انداز ولوبوله او د حېدراباد بېرغونه یې د لوبغالي ګرد چاپېره په رپېدا راوستل.

په ورپسې توپ یې فلېک چورلکیز یا هېلې کوپټر شاټ ولوباوه او ۶۵ متره شپږیزه یې د سکوېر لېګ پولې څخه ولوبوله.

خان په ۸ توپونو ۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او په یو اوور کې یې ۱۲ منډې ور پوره کړې او په دې ډول یې راجستان ته ۶ توپونه پرېښودل.

حېدراباد، راجستان ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

د راشدخان ډګر ساتنه تر ټولو غوره وه او د لوبې په ټولو اړخونو یې خورا ښه کنټرول درلود، همدا علت و، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم راشدخان ته ورکړل شوه او د حېدراباد لپاره یو اتل ثابت شو.

د راشدخان د ښې لوبې له کبله، حېدراباد لوبډله بریالۍ شوه او لومړۍ بریا یې ثبت کړه، دې لوبډلې د نومرو په جدول کې له اووم ځای څخه پنځم ځای ته مخکې تګ وکړ.

نن ماسپښین د افغانستان پر وخت درې بجې پنجاب او ممبيي د آې پي ایل ۹ مه لوبه په پنجاب ښار کې کوي او ماښام ۷ بجې بیا ډیلي لوبډله د کلکتې پر وړاندې لسمه لوبه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی