سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

ښایي راشدخان په ټي ټېن لیګ کې د عربینز لوبډلمشر شي

د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ په کوربتوب، د ټي ټين لیګ کرکټ سیالۍ د روانې نومبرمیاشت په ۲۱ مه نېټه په عربي متحده اماراتوکې د ۸ لوبډلو په ګډون پېلېږي، د مرتا عربینز لوبډلې پکې ۱۶ مشهور لوبغاړي پېرلي، چې د دغو ۱۶ لوبغاړو په منځ کې درې افغان لوبغاړي، راشدخان، حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران هم شامل دي.

مرتا عربینز لوبډلې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د ۱۶لوبغاړو نوملړ د یو انځور په بڼه خپور کړی، چې یواځې د راشدخان انځور پکې ښکاري او څنګ ته یې د لوبغاړو نومونه لیکل شوي دي.

د لوبغاړو د نومونو د نوملړ په سر کې د راشدخان نوم لیکل شوی دی او ورپسې د پاکستاني کامران اکمل، الېکس هېلس، ډوېن براوو، جېمز فولکنر، لسېت ملېنګا، جمز وېنس، بدرینات، برېنډن ټایلر، ادم لیت، ډر مروی، نجیب الله ځدران، ریچارډ ګلیسن، حضرت الله ځاځي، امیرحیات او ظهور خان نومونه لیکل شوي دي.

د مرتا عربینز لوبډلې د مالک له ارادو داسې ښکاري، چې راشدخان د راروان ټي ټېن لیګ لوبډلمشر وټاکي.

بل پلو په مرتا عربینز لوبډله کې راشدخان په آیکن لوبغاړو کې پېرل شوی دی، چې په لوبډله کې له نورو لوبغاړو په لوړ قېمت اخېستل شوی دی.

راشدخان په شل اوریزه لوبو کې لومړی نمبر توپ اچوونکی، په یو ورځنیو لوبو کې دوهم نمبر توپ اچوونکی او په یو ورځنیو لوبو کې لومړی نمبر ال راونډر دی، چې د نوموړي د ښې لوبې له کبله هغه په نړیوالو لیګونو کې په خورا دلچسپۍ سره اخېستل کېږي.

مرتا عربینز لوبډلې د انځور یا تصویر په سر کې لیکلي دي، چې با تجربه راشدخان سره ټوله مرتا عربینز لوبډله چمتو ده، چې لوبډلې ښکار کړي.

ټي ټېن کرکټ لیګ په ۲۰۱۷ م کال کې د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ له خوا تاسیس شو، چې تېرکال د دغو لوبو اتلولي کېرالا کېنګز لوبډلې د انګلستاني ایئن مورګن په لوبډلمشرۍ کې یوړه.

سږ کال کېرالا لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

راشدخان سږ کال د افغانستان په سوداګریز لیګ کې د کابل لوبډلې لوبډلمشر و، چې لوبډله یې تر پایلوبې رسېدلې وه او په پایلوبه کې د محمدنبي لوبډلې له خوا، چې نوموړی د بلخ لوبډلې لوبډلمشر و، ماته شوه او اتلولي د بلخ لوبډلې وګټله.

سږ کال په ټي ټېن لیګ کې ۱۲ افغان لوبغاړي اخېستل شوي دي.

پښتونز، پنجابي لېجېنډز، مرتا عربینز، راجپوت، کېرالا کېنګز، بنګال ټایګرز، کراچینز او شمالي جنګیالي یا نارترن وریئرز هغه لوبډلې دي، چې سږ کال به په دغه لیګ کې ولوبېږي.

دا لیګ د ډېسمبر په ۲ مه نېټه پای ته رسېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې