سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشدخان د چا لوبې کتلې او څنګه دومره ښه توپ اچونکی شو؟ ټوله کیسه دلته ولولئ

د راشدخان په توپ اچونه کې تر ډېره پورې د شاهد افریدي د توپ اچونې څرکونه لیدل کېږي، په علت یې پوهېږئ؟

راشدخان یو وېب سایټ ته کیسه کړې، چې بیا دغه کیسه کرېک بز وېب سایټ خپره کړې ده، راشدخان وایي یوه ورځ په کور کې ناست وم او تلویزیون مې کاته، چې شاهد افریدي توپ اچونه کوله، دی وایي د هغه ویښتانو، وېکټ اخیستنې خوښۍ او لېګ برېک توپ اچونې په ما اغېز وکړ.

راشدخان وایي ما یواځې شاهد افریدي لیده او له هغه څخه مې زده کړه کوله او دا علت و، چې زه یو توپ اچوونکی شوم.

راشدخان زیاتوي زه لا زیاته هڅه کوم، چې په ځېنو نورو بالونو هم کار وکړم او لا به نور تجربه کار شم.

که څه هم د راشدخان او افریدي د وېښتانو سټایل یو قسم نه دی؛ خو د توپ اچونې سټایل یې تر ډېره یو شان دی، خو لږ توپیر پکې هم شته، کله چې راشدخان او افریدي د بال غورځول پرمهال سټارټ یا منډه اخلي د منډې سټایل یې تقریبا سره نږدې دی.

افریدي چټکه منډه وهي او راشدخان بیا سټارټ سلو یا سوکه اخلي.

که څه هم افریدي کله، کله د توپ وهونکو له خوا سخت ټکېږي، خو راشدخان بیا داسې توپ اچونه کوي، چې ډېری توپ وهونکي یې په اسانۍ سره نه شي لوبولی.

د راشدخان ګوګلي توپ بیا تر ټولو زیات خطرناک وي.
راشدخان وایي، چې د هندوستاني لېګ برېک توپ اچوونکي پېئش چاولا څخه مې هم د لېګ برېک د تجربې په اړه معلومات واخېستل او له هغه څخه مې هم زده کړه وکړه.

راشدخان په وینا؛ کله چې پېئش چاولا زما توپ اچونه ولیده خوښه یې شوه او وې ویل، چې ستا توپ اچونه لږ کراره یا سلو ده یعنې سرعت یې کم دی.

راشدخان په ډېری لوبو کې خطرناکه توپ اچونه کړې، د ویسټ انډیزخلاف یې په ۲۰۱۷ م کال کې په یوه ، یو ورځنۍ لوبه کې ۷ وېکټې واخېستې چې یو ورځنیو لوبوکې یې په درجه بندۍ کې مخکښ کړ.

له دې وروسته یې د زِمبابوې خلاف لوبلړۍ کې هم شپږ وېکټې واخېستې، چې ۳،۶۵ ایکانومي باندې توپ اچونه کړې وه.

راشدخان د بې سارې توپ اچونې او توپ وهنې له امله د نړۍ په کچه ډېر ژر مشهور شو، نوموړي په اسیا جام سیالیو کې د بنګله دېش خلاف توپاني توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې هغه یې د یو ورځنیو لوبو په الروانډرانوکې لومړی کړ.

په شل اوریزه لوبوکې هم هغه لومړی توپ اچوونکی دی.

په یو ورځنیو لوبو کې راشدخان تر هندوستاني جسپرېت بومرا وروسته دی او دوهم مقام کې دی.

راشدخان وایي ما په کورني کرکټ کې خپله وړتیا وښوده او همدا علت و، چې ملي لوبډلې ته راغلم.

۲۰۱۶ م کال شل اوریز نړیوال جام کې راشدخان ۱۱ وېکټې اخېستې وې.
راشد زیاتوي؛ زما والدین اوس مهال زما په کارکرده ګۍ ویاړ کوي، کله چې ما ښه لوبه وکړه، زه ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول ننګرهاریانو ونازولم او همدا علت دی، چې زه لا هڅه کوم ترڅو ښه لوبه وکړم.

د راشدخان ګوګلي توپ بیا تر ټولو زیات خطرناک وي.

راشدخان په ۱۹۹۸ م کال کې د افغانستان د ننګرهار ولایت د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

ننګرهار د افغانستان د کرکټ د ځواک د کور په نوم یادېږي، چې ښه لوبغاړي پکې شته او کرکټ پکې ښه وده کړې ده.

راشدخان د ورونو په منځ کې شپږم ورور دی او هغه ۹ کلن و، چې د خپلو ورونو سره یې د ټېنس یا جیم بال لوبه کوله.

راشدخان وایي، هغه وخت مونږ ته اسانتیاوې او سهولتونه نه وو، لکه نن ورځ چې دي. اوس نړیوال لوبغالي او وسایل شته.

راشدخان زیاتوي، اصغرافغان، شهزاد محمدي او محمدنبي عیسی خېل ما ډېر زیات تشویقوي.

راشد وايي نبي، اصغر او شهزاد مې ډیر تشویقوي

راشدخان غواړي تر وروستیو شېبو پورې د افغانستان لپاره لوبه وکړي.

خان په وینا زما توپ اچونه د شل اوریزه لوبولپاره ډېره مساعده ده، هغه وایي که چېرته ماته په نړیوالو لیګونو کې ځای راکړل شي زه چمتو یم چې ښې لوبې وکړم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې