۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشدخان د خپل کلیزې په ورځ هم زړونه او هم ډالر وګټل

لیکنه: ياران

راشدخان چې له دې وړاندې ۱۹ کلن و، نن یې شلمه کلیزه وه، نوموړي د خپلې کلیزې په ورځ د افغان لوبډلې لپاره حېرانوونکې کارنامه وکړه، چې د دغې کارنامې له امله یې لس زره ډالر هم وګټل او د افغانانو او نړۍ والو په خوله یې نوم هم ډېر زمزمه شو.

کیسه داسې وه، چې راشدخان د محمدنبي عیسی خېل تر سوځېدلو وروسته لوبغالي ته راښکته شو، چې دا مهال افغان لوبډله چندان ښه وضعیت کې نه وه، یوازینۍ هیله الراونډرګلبدین نایب ته وه، چې ښه توپ وهنه به یې افغان لوبډله د بنګله دېش لپاره دېوال جوړه شي؛ خو راشدخان نه د چا دومره تمه نه وه، چې بنګله دېشي بالران دې تر پوزې راولي.

لومړۍ کارنامه خو یې دا وه، چې د منډې جوړولو لپاره له کریز بهر شو، بېټ ترې د وېکټو څنګ کې ولوید او خپله هم بېرته د وېکټ طرف ته راګرځېدو پرمهال ولوېد؛ نو ژریې لاس له کرښې داخل خواته واړاوه او ځان یې له رن اوټ څخه بچ کړ، چې دا مهال یې د شیخ ذاید لوبغالي مبصرینو په صفت خولې خلاصې کړې او هغه یې نه یوازې یو ښه توپ اچوونکی وباله بلکې هغه یې د نړۍ په کچه یو هوښیار لوبغاړی وباله.

له دې وروسته یې د بنګله دیشي توپ وهونکو په ټکولو پسې مټې رابډ وهلې، چې مشرفي مرتضی، رب الحسېن، ابوحېدر روني، مصدق حسېن یې ښه وټکول، کله چې د راشدخان او کلبدین نایب د توپ وهنې جوش اوج ته ورسېد؛ نو یو اور کې ۱۹ منډې او بل اورکې ۱۷ منډې د دواړو ال راونډرانو له خوا واخېستل شوې؛ چې ورسره د بنګله دېشي لوبغاړو حالت له خوښۍ څخه خفګاني شو.

راشدخان په ۳۲ توپونو د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې په ملتیا ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او ګلبدین نایب بیا په ۳۸ توپونو ۴۲ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

په دې لوبه کې یو بل کار دا وشو، چې افغان لوبډلې په ۸ مه وېکټ په ۵۶ توپونو ۹۵ منډې ملګرتیا وکړه.

راشدخان په ۹ اورونوکې ۳ اورونه مېډن کړل، ۱۳ منډې یې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

بنګله دېش ته تر ماتې ورکولو وروسته د تحفو او پېسو وېشلو لړۍ پیل شوه.

راشدخان د اوږدې شپږیزې او د لوبې د غوره لوبغاړي لس زره ډالره انعام ترلاسه کړ او دې سره ، سره یې یو کپ هم واخېست، چې هغه کپ يې د کرکټ بورډ پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل ته ډالۍ کړ.

شاهد افریدي په خپل ټوېټر د افغان کرکټ ملي لوبډلې ستاینه کړې او پر خپل ټویټر یې لیکلي دي:

( د افغانستان د ښکلي ډالۍ شوي او با استعداده لوبډلې له لوبې مې خوند واخیست، دوی په لنډه موده کې حیرانونکی پرمختګ کړی. د سپین بال فارمټ کې یو ريښتین ځواک دی، د کرکټ نړۍ دې پام کوي. ) شاهد افریدی

او ټېنډولکر بیا راشدخان ته د کلیزې مبارکي ویلې او نوموړې ته یې په کرکټ کې اوږد او له بریاوو ډک راتلونکی غوښتی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران