ژوند او ژواک

دوه افغانان په سویډن کې پر یوې ښځې د جنسي تیري په تور نیول شوي

سویډني چارواکي وايي، دوه افغان کډوال یې پر یوې ښځې د جنسي تیري په تور نیولي دي. دوی نه یوازې جنسي تیری کړی بلکې هغه یې د فیسبوک د ژوندۍ ویډیو له لارې خپور کړی.

د دوی سره یو سویډنی هم په دې تور چې ګوندې ددې جنسي تیري په اړه یې پولیسو ته راپور نه دی ورکړی نیول شوی دی.

سویډني رسنۍ وايي، د جنسي تیري دا پېښه د ستاکهولم په شمال کې د اپساله په ښارګوټي کې په یو اپارتمان کې شوي. د مشکوک افغانانو عمرونه د یو ۲۱ کاله او د بل هم ۱۹ کاله ښودل شوي دي.

راپورونه وايي، د جنسي تیري دا پېښه ددې اونۍ په پیل کې شوې او پولیسو اوس دا دوه تنه وموندل.

هغوی چې په ژوندۍ بڼه یې د فیسبوک له لارې د جنسي تیري دا صحنه لیدلې وايي، ورته د باور وړ نه وه چې یو څوک دې داسې جنایت او هغه هم په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه د خپریدو په حال کې ترسره کړي.

له تورونو کسانو څخه یو یې دا تور رد کړی دی.

د دواړو تورنو نومونه نه دی څرګند خو پولیسو ویلي چې دواړه افغانان دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کې په زیاتیدونکې توګه د هغو افغان ځوانانو شمیر زیاتیږي چې په جنسي تیریو تورن دي.

همدا څو ورځې مخکې دوه افغانان په هندوستان کې پر یوې محصلې د جنسي تیري په تور نیول شوي وو.

د څارونکو په وینا یو سبب یې هم د افغانانو هغه فکر او نظر دی چې ګومان کوي، په نوره نړۍ کې جنسي تیری کومه ستونزه نه ده .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */