کلتور او هنر

بلاخره د رنویر او ډپیکا د واده چمتوالی بشپړ شو

د هندۍ سینما د مشهورې جوړې رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون د واده تیاریانې ختمې شوي دي او د واده لپاره د پوره چمتوالي خبرونه یې خپاره شوي.

رپوټونه وایي، د واده په نژدې کېدو سره دواړه خپل کارونه مکمل کړي او د هندوستان څخه د ايټالیا په لور خوځيدلي.

ټاکل شوې د دوی واده د روانې میاشتې په ۱۴ نېټه چهارشنبې ورځ پيل شي او په ۱۵ نېټه جمعې ورځ به هم دوام ولري.

رپوټ وایي، دواړه فلمي ستوري د واده لپاره له هندوستانه د ایټالیا په لور خوځېدلي تر څو هلته د خپل واده مراسم تر سره کړي.

بل لور ته له هندوستانه بیرون د فلمي لوبغاړو او مشهورو کسانو د واده کول زیاتره وخت د خلکو له سختې نیوکې سره مخ شوي دي.

هندیان وايي، فلمي ستوري او نور خلک هغه پیسې چې پکار دي په خپل هېواد کې یې مصرف کړي نورو هېوادونو ته یې وړي.

تر رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون وړاندې د هندۍ سینما د یوې بلې مشهورې ستورې انوشکا شرما او هندوستان د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي واده هم د هندوستان بېرون په ايټالیا کې شوی و چې د سختو نېوکو سره مخ شو.

د انوشکا او کوهلي تر واده وروسته خلکو ویلي ول چې عزت او پیسې یې په هندوستان کې موندلي خو د پيسو مصرف یې بیا له هندوستان بیرون دی.

یو شمیر خلک بیا له هېواده بيرون د فلمي لوبغاړو او مشهورو خلکو د ودونو تر سره کولو د هغوې په خوښې پورې اړوند ګڼي او وایې هر څوک د خپلې خوښې مالک دی.

له هېواده بېرون واده کولو سره تر اوسه ډپیکا پډوکون او رنویر سنګهـ دومره تر نیوکو نه دي راغلي لکه څومره چې ویراټ کوهلي او انوشکا شرما ته ویل شوي وه.

د ډپیکا او رنویر سنګهـ واده ټاکل شوې په ايټالیا کې تر سره شي خو په دغه هېواد کې یې تر اوسه ځانګړی ځای نه دی معلوم.

وړاندې هندي رسنیو خبر خپور کړی وه چې ټاکل شوې د دغې مشهورې فلمي جوړې واده ځای د سیند پر غاړه د ايټالیا په یوه ښایسته سېمه (لیک کومو) کې وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی