کلتور او هنر

هغه کسان چې د ډپيکا او رنویر په واده کې به ځانګړي میلمانه وي

راتلوونکې نومبر میاشت د بالیوډ د مشهورې او ښکلې جوړې ډپیکا پډوکون د واده نېټه ټاکل شوې خو دا ځل ځکه د ټولو باور شوه چې د واده کارتونه یې په ټولنیزه مېډیا کې خپاره شوي.

وړاندې ویل شوي ول چې ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ په خپل واده کې یوازې ۳۰ مېلمانه غواړي او واده به یې هم د ايټالیا هېواد په یوه ښکلي ځای کې وشي.

دواړو ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ د خپل واده بلنلیک او د واده یقني ټاکل شوې نېټه په ۲۱م د اکټوبر په ټویټر خپره کړه.

د دغې جوړې لخوا خپور شوی بلنلیک کارت په انګلیسي او هندي ژبو دي او په کې د واده نېټه ۱۴مه او ۱۵ نېټه د نومبر د میاشتې د ۲۰۱۸ مېلادي کال اعلان شوې ده.

هندوستانۍ رسنۍ وایي، دا مینه ناکه جوړه به د ایټالیا هېواد د کومو جهیل پر ښکلې غاړه یو بل سره د واده ژمنې وکړي، خو وايي په واده کې یوازې نژدې خپلوان او ملګري غوښتل شوي دي.

د ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ ځانګړي مېلمانه به څوک وي؟
وروسته تر هغې چې میاشتې وړاندې د دوی د واده نېټه اعلان او د مراسمو ځای په ډاګه شو، مراسمو لپاره یې د هندۍ سینما د مشهورو ستورو په ګډون یو شمېر نور ستر خلک هم بللي ول.

انډیا ټوډی ورځپاڼې د رپوټ له مخې، په ايټالیا کې د واده په مراسمو کې ډپيکا پډوکون لخوا د بالیوډ بادشاه شاه رخ خان او فرح خان ځانګړي مېلمنو بلل شوي خو خاوند رنویر سنګهـ یې د سنجی لیلا بهنسالي او ارجن کپور ورتګ ته سترګې په لار دی.

د رپوټ له مخې شاه رخ خان او فرح حان د ډپیکا پډوکون د ډېرو نژدې دوستانو څخه دی او ډپیکا پډوکون،شاه رخ خان او فرح خان په تړاوو دا مشهوره ده چې د ډپيکا په بریا کې د دوی لوی لاس وو.

دا ځکه چې ډپيکا په خپل لومړي فلم (اوم شانتي اوم) کې د شاه رخ خان سره کار کړی وه چې ډیرو مینوالو زړونه یې ګټلي وه او په فلمي نړۍ کې یې خپل بریالی قدم د فرح خان په لارښوونه جوړ شوي فلم کې کېښوده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی