کلتور او هنر

تر واده وروسته، رنویر او ډپیکا په فلم کې د خاوند او مېرمن رول لوبوي

د هندۍ سېنما ښکلي او مینه ناکه جوړه رنویر سنګهـ او ډپيکا پډوکون له واده وروسته په یوه فلم کې هم د مېرمنې او خاوند په رول کې راښکاره کیږي.

تېر ۲۰۱۸ کال د رنویر سنګهـ لپاره له هر اړخه کامیاب کال وه، په دغه کال کې رنویر نه یوازې دا چې د بالیوډ له بهترینې، ښکلي اداکارې ډپيکا پډوکون سره یې واده وکړ بلکې په دغه کال کې یې د فلم په نړۍ کې هم د(پدماوت) او(سمبا) په څېر کامیاب فلمونه هم مینوالو ته وړاندې کړل.

د نوموړي دغه دواړه فلمونو د مینوالو له تاوده هر کلي سره مخ شول او په ښې ګټې وټې سره واتوانېدل چې د کامیابو فلمونو نوم خپل کړي.

دغو دواړو فلمونو کې په کار کولو سره رنویر د فلم په نړۍ کې خپل کامیاب فلمي کیرئیر ثبت کړ، له نوموړي سر ډپيکا پډوکون هم په یوه فلم کې کار کړی خو په ټول فلم کې ډپیکا د رنویر سره یوځای نه ده لېدل شو او دواړو په متضادو رولونو کې اداکاري کړې ده.

سنګهـ په دې ورځو کې د روهیټ شیټي په لارښوونه د جوړ شوي خپل فلم (سمبا) د کامیابۍ جشنونو په لمانځلو بوخت دی، په داسې مهال چې په ورته وخت کې یې یو بل فلم (ګلي بوائي) چې ورسره په کې ځوانې فلم ستورې عالیه مرکزي رول لوبولی هم ریلیز کېدو ته چمتو دی.

د دغه فلم څخه وروسته به رنویر سنګهـ د هندوستان د کرکټ لوبډلې په پخواني لوبډلمشر کپل دیو په ژوند جوړيدونکي فلم (83) په شوټینګ هم پیل وکړي.

په بالیوډ کې د (ایک تها ټائیګر) او (بجرنګي بهائي جان) په شان د کامیابو فلمونو لرونکي فلم لارښود کبیر خان به د رنویر سنګهـ راتلوونکی فلم 83 کې هم د لارښوونې مسؤلیت پر غاړه ولري.

د کپل په ژوند دغه جوړیدونکی فلم به په ۲۰۲۰ کال کې د اپریل میاشتې په ۱۰ نېټه خپور شي.

په دغه فلم کې به ډپیکا پدوکون د کپل دیو د مېرمنې رومي بهاټیه رول ولوبوي او رنویر به د کپل دیو چې په دې سره دغه جوړه به د حقیقي ژوند تر څنګ په فلم کې هم د مېرمنې او خاوند تمثیل وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی