سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د سریلانکا لوبغاړی، د راشد خان په بې ساري پرمختګ خفه ښکاري

د سریلانکا پخواني توپ وهونکي او لوبډلمشر ارجونا راناټونګا راشدخان ته ویلي، چې تا له نړیوالو لوبغاړو سره ډېرې لوبې کړي که رنګانا هرات؟

نوموړي د لسو پوښتنو په ترڅ کې دا څرګندونې کړي او بیا یې د لسو نړیوالو لوبغاړو انځورونه خپاره کړي، چې هرات له هغوی سره لوبې کړي دي، چې په دغو انځورونو کې د راشدخان تصویرهم راغلی دی.

راناټونګا وایي له ۱۹ کلونوڅخه زیات وخت کېږي، چې رانګانا هرات لوبې پيل کړي دي، چې خپل ځان یې د یو فعاله ټېسټ کرکټ لوبغاړي په توګه ثابت کړی دی.

هرات هم په ۲۰ مه مېلادۍ پېړۍ کې د ټېسټ کرکټ لوبو پیل کړی دی.

راټونګا بیا زیاته کړې، چې هرات د مختلفو نړیوالو لوبغاړو سره په مختلفو وختونوکې لوبې کړي دي.
بیا یې ویلي، چې هرات په هره لوبه کې د سریلانکا لپاره برخه اخېستې ده.

راناټونګا لومړیو کې د مورلي درن انځور خپور کړی، بیا یې ورسره لاندې لیکلي دي، چې هو هرات او مورلي درن یو ځای لوبېدلي دي.

دوهم انځور یې بیا د اسټرالیایي لوبغاړي ایان هیلي خپور کړی او بیا یې ورسره لیکلي، چې هرات له ده سره هم لوبې کړي دي.

دریم تصویر بیا د پاکستاني لوبغاړي ازهر محمود دی، چې دی بیا وروسته د انګلستان لوبډلې ته هم تللی و او لوبې یې کړې وې.

د تصویر لاندې ورته لیکل شوي دي، چې هو دواړو لوبې کړي دي.

څلورم تصویر د سریلانکایي کومار درمسینا دی او د تصویر لاندې ورته لیکل شوي، چې هو هرات او درمسینا لوبې کړي دي.

پنځم انځور د نیوزیلېنډي نتن اسټل دی او د هغه تصویر لاندې هم د دواړو د لوبېدو تاید شوی دی.

شپږم تصویر د هندوستاني انیل کومبلی دی او ورته لیکل شوي، چې دواړه څو ځله سره په لوبو کې مخ شوي دي.

اووم انځور بیا د افغان ګوګلي ماسټر دی، چې ورته لیکل شوي دي هو راشدخان او هرات په هره نړیواله کچه لوبې کړي دي.

اتم انځور بیا د راناټونګا دی، چې هغه ته لیکل شوي دي، چې د دواړو ترمنځ د کرکټ په لوبو کې مخ کېدل نه دي شوي، بلکې کله چې راناټونګا تللی دی، بیا هرات راغلی دی.

نهم انځور د انګلستاني مایک اترټن دی او بیا ورسره لیکل شوي دي، چې هرات څو ځله په ټېسټ لوبو کې دی سوځولی دی.

او وروستی او لسم انځور بیا د ویسټ انډیز کارلوس برېتوېټ دی او له هغه سره لیکل شوي دي، چې دوی په یو شان لوبه کې سره مخ شوي دي.

د راناټونګا مطلب له دې لنډ کویز یا لنډې ازموینې څخه دا دی، چې خلکو ته وښایي که راشدخان د نړۍ په کچه ډېر لوبېدلی؛ نو هرات ترې هم کم نه دی او هغه هم ډېرې لوبې کړي او ډېر لوبغاړي یې سوځولې دي.

مطلب یې دا هم کېدای شي چې وي، چې راشدخان نوم د هر چا په خوله ډېر زمزمه کېږي او هرات د چا په یاد نه دی؛ خو راشدخان سربېره پردې، چې ښه بالردی، ښه توپ وهونکی، ښه فېلډر او ښه ډګر ساتونکی هم دی.

د یادولو ده، چې افغان راشدخان د نړۍ په کچه هغه ځلېدونکی ستوری دی، چې راتلونکی یې لا روښانه دی او ډېری خلک ورته ګوته په غاښ دي، نوموړی چې کله هم نړیوال کرکټ ته راغلی ورځ تر بلې یې مثبتې کارنامې زیاتې شوي او د نړیوالو د پام وړ شوی دی.

په تېر کې یوې وېب پاڼې سروې کړې وه، چې راشدخان او محمدنبي د نړۍ په کچه په شل اوریزه لوبو کې تر ټولو بوخت او مصروف لوبغاړي وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې