کلتور او هنر

شاهد کپور: د سوشل میډیا عصر کې شهرت ساتل ستونزمن دي

شاهد کپور د هند په سینما کې د ” جب وي میټ “ ، ”راجکمار“ او ”حیدر“ په څیر فلمونو نه شهرت تر لاسه کړ او اوس یې رنګون یو داسې فلم دی چې دده مینه وال ورته له ډیر وخته په تمه وو.

د شاهد کپور سینمايي او هنري ژوند له لوړو ژورو ډک و.

نوموړې بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي په اوس زمانه کې پر سینمايي ستوري بدلیدل اسانه دي خو د سینمايي ستورې په توګه پاتې کیدل ستونزمن دي.
شاهد کپور په دې مرکه کې د ټولنیزو رسنیو ونډه حیرانونکي بللې او ویلي یې دي، ددې رسنیو پر مټ اوس هر څوک شهرت ترلاسه کولی شي خو لیدونکی بیا بیا د یو څه له لیدلو ستړي کیږي نو له همدې کبله په سینما کې شهرت ساتل ستونزمن کار دی.

د شاهد کپور په وینا له همدې کبله خو باید ډیر څه وکړې چې خپل ګټلی شهرت وساتې.

د شاهد کپور وروستي دوه فلمونه د ( کمینې) او حیدر په نومونو وستایل شول، رنګوون له کنګنا راناوت سره یو ځای د نوموړي تازه خپور شوی فلم دی.

رنګون د دویمې نړیوالې جګړې د پس منظر یو فلم دی چې په کې شاهد کپور د بریتانوي هند د یو سرتیري رول ترسره کوي . په دې فلم کې سیف علي خان هم مهم رولونه لوبولي دی.

شاهد کپور وايي چې د رنګون فلم بریا ته ډیر هیلمن دی.

کنګنا راناوت چې په رنګون فلم کې مهم رول لري وايي، په دې فلم کې یې لوبولی رول ددې د سینمايي سفر له ځانګړو رولونو څخه دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */