سینما او موسیقي

د عالیه بهټ او رنبیر کپور د واده خبرونه بیا تاوده شوي

اعلان

رپوټونه وایي په همدې ورځو کې عالیه بهټ او ملګری یې رنبیر کپور د واده لپاره تیاریانو بوخت دی.

رسنۍ وروسته له هغې دغه ډول خبرونه خپروي چې دواړه له خپل هېواده بهر په رخصتیو وتلي دي.

د دوی د واده د چمتووالي او رخصتیو خبرونه هغه وخت ګرم شول چې یې خپل جوړه تصویرونه هم خپاره کړل.

ګڼو رسنیو هم راپورونه خپاره کړي چې د فلمونو ځوانه او مشهوره فلم ستورې عالیه بهټ او ملګری یې په رخصتیو اروپا ته تللي دي.

عالیه بهټ خپل د رخصتیو تصویر خپور کړی او ویل کیږي رنبیر په جرمني کې د خپل فلم (برهمساستر) لپاره په تمرین بوخت دی.

دا چې دواړه په اروپا کې دی نو رسنۍ داسې اټکل هم کوي چې دا دواړه په اروپا کې د خپل واده لپاره کار کوي.

د دې خبرې رسمي تائید یو هم نه دی کړی خو خپله عالیه بهټ بیا دغه خبرونه رد کړي دي.

د یوې ويبپاڼې سره په مرکه کې کله چې د عالیه بهټ نه په دې تړاو وپوښتل شوه نو نوموړې وویل چې هیڅ هم نشته.

دې ویلي چې دا خبرونه غلط خپاره شوي او دوی فقط په رخصتیو بهر تللي، داسې هم ویل کیږي چې د براهماستر فلم د شوټينګ یا صحنو ډکولو پرمهال د دوی دواړو اړېکې لاډېرې خوږې شوي او دواړه یو بل ته نور هم نژدې شوي.

دغه فلم اټکل و چې د ډسمبر په میاشت کې د سینما په پردو نندارې ته وړاندې شي مګر تر اوسه د فلم پروډکشن کارونه نه دي بشپړ شوي.

د خبر له مخې دا چې له ډېره وخته د رنبیر کپور کم فلم نه دی ریلیز شوی نو دی د خپل دغه فلم په وروسته کېدو هم خواشینی دی.

نوموړي ویلي چې د فلم سنجو وروسته دوه کاله کیږي چې کوم فلم یې ننداره شوی نه دی چې په خبره یې د ده د فلم کرئیر لپاره ښه خبره نه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی