کلتور او هنر

مهیش بهټ: لور مې عالیه بهټ، له رنبیر کپور سره د مینې اړېکه لري!

اعلان

په بالیوډ کې په دې ورځو کې د ودونو ګرم موسم دی او زیاترو فلم ستورو د خپلو ملګرو سره واده وکړ، همداسې په دې ورځو کې د رنبیر کپور او عالیه بهټ د دوستۍ او اړیکې خبرې هم کیږي.

اوس د عالیه بهټ پلار او د فلم لارښود مهیش بهټ وایي چې د لور او فلم ستوري رنبیر کپور تر منځ د مینې او عاشقۍ رشته شته.

د هند یوې خبري ویبپاڼې هندوستان ټائمز په خپل یوه رپوټ لیکلي چې، مهیش بهټ یوه برطانوۍ مجلۍ ټيلي ګراف سره په مرکه کې ویلي عالیه او رنبیر یو بل سره مینه لري او د دوې د پوهولو لپاره هم مداخلت ته ضرورت نشته.

مهیش بهټ ویلي، رنبیر کپور یې خوښ دی او هغه یو ښه هلک دی، وایي دا چې څنګه خپله اړېکه نوره هم غښتلې کولی شي هغه (رنبیر) پورې تړاؤ لري، هغه هوښیار دی.

فلم لارښود بهټ وایي، په دې تړاؤ د خپلې لور په کارونو کې هیڅ غرض نه لري. دی زیاتوي کله چې یې د ځوانۍ دور وه نو نه یې خوښېده چې څوک دې ورته په کارونو کې مداخلت وکړي او همداسې دریځ د خپلې لور په تړاؤ هم لري.

مهیش بهټ ویلي، دا به وخت ثابته کړي چې عالیه د خپل راتلوونکي په تړاؤ څه پرېکړه کوي.

د یادولو ده چې تېر کال رنبیر کپور او عالیه بهټ تر منځ د ملګرتیا اړېکه په مینه بدله شوه او پرېکړه یې کړې چې د مینه دا رشته به د واده په اړیکه بدلوي.

کپور د جون میاشتې په لومړیو کې په یوه مرکه کې اعتراف وکړ چې عالیه بهټ یې په حقیقي ژوند او فلمي ژوند کې ډېره زیاته خوښیږي.

د معلوماتو له مخې، رنبیر کپور او عالیه بهټ تر منځ نژدې اړېکې د ایان مکهرجي په فلم (برهما سترا) په جریان کې ډېرې شوي او د نوي کال د پيل پر مهال رنبیر، عالیې ته د خپل زړه خبره ښکاره کړه چې د فلم ستورې لخوا قبوله شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی