کلتور او هنر له نړۍ

روژه په ترکیه کې؛ ترکي مسلمانان د روژې میاشت داسې تېروي

لیکنه: صادق طارق

ژباړه: صادق طارق

ترکیه د اسلامي هېوادونو یو له مشهورو او لرغوني فرهنګ لرونکو هغو څخه دی.
د دغه هېواد تر ۷۰ سلنې زیات خلک مسلمانان دي.
ترکیه له هغو هېوادونو څخه هم ګڼل کیږي، چې خپلو فرهنګي ارزښتونو او خاصو دودونو ته خاصه پاملرنه کوي او تراوسه یې ژوندي ساتلي.
دلته به په دغه هېواد کې د روژې میاشتې په اړه ولولئ، چې موږ او نورو نه یې په کومو توپیرونو یا راسره په ګډو مشترکانو تېروي.

د ترکانو روژه ماتی

ترکان د روژې ماتولو لپاره د زیتون او خرما د دانو خوړلو ته زیاته ترجیح ورکوي.

دوی د زیتون دانې ته پر خرما هم لومړیتوب ورکوي او اکثره خلک یې په زیتونو روژه ماتوي.

د دې ترڅنګ د روژه ماتي پر وخت د کاشار په نوم پنیر هم زیات کاروي.
پنیر د ترکانو له خاصو خوراکونو څخه دی، چې دوی یې خپله ډېر تولیدوي او ډېر ښه یې تولیدوي.

د روژه ماتي پر دسترخوان دوی د باقلوا او کونفه په نوم خواږه شیان هم ږدي او استفاده ورڅخه کوي
.
نور خوراکونه یې عام او زموږ او ستاسې په څېردي، هرڅوک د خپلې طبعې او وس مطابق غذاګانې برابروي او د روژه ماتي پر دسترخوان یې ږدي.

له روژه ماتي وروسته

له روژه ماتي او ماښام لمانځه وروسته ترکي مسلمانان هم زموږ او ستاسې په شان د ماسخوتن لمونځ په جومات کې د تراویح له لمانځه سره یو ځای کوي.

ترکان د معمارۍ خاص علاقه مندان دي، جوماتونه یې هم ډېر ښکلي جوړکړي او په روژه کې د ماښام له لمانځه وروسته او د ماسخوتن تر لمانځه مخکې پکې ګڼه ګوڼه زیاته وي.

ډېری خلک د روژه ماتي دسترخوانونه هم په جوماتونو کې غوړوي او ډله ییزه روژه ماتی کوي.

د دې ترڅنګ تر تراویح مخکې نعت ویونکي نعتونه وایي او خلک یې په مینه اوریدو ته ناست وي.

پیشنمي ته پاڅیدل

په ترکیه کې یوه ډله ځانګړي خلک هم د شوق او هم کورني وراثت له مخې په پیشنمي کې پر کوڅو ګرځي او د کورونو شاته له ډول وهلو سره خلک پیشنمي ته پاڅوي.
دا دود له پخوا نه په ترکیه کې موجود و او تراوسه یې خلک پالي.

شتمن خلک هغوی ته، چې دا کار کوي، مالي مرسته او ډوډۍ ورکوي.

دا کار ترسره کوونکو ته یوه عایداتي سرچینه ده او نورو خلکو ته یوه اسانتیا .

خیراتونه

ترکان نرم زړي او خیر رسونکي خلک دي. دوی په روژه کې بېوزلو ته خیراتونه ورکوي څو په نس ماړه شي او دوی ته دعاګانې وکړي.

ځینې ډېر شتمن کسان پخپلو کورونو کې هر ماښام یا په اونۍ کې یوه یا څو ورځې د روژه ماتي تدابیر نیسي او بېوزله خلک پکې روژه ماتي او ماښامنۍ ته وربولي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق