کلتور او هنر

د هرتیک روشن پلار، راکیش روشن په سرطان اخته شوی

د هندۍ سېنما مشهور فلم ډائرېکټر او بالیوډ د تکړه فلم ستوري هرتیک روشن پلار راکیش روشن په خطرناکه ناروغۍ کینسر(سرطان) اخته شوی.

هندوستانۍ رسنۍ وایي مشهور فلم ډائرېکټر راکیش روشن په سرطان ناروغۍ اخته شوی، خو په خبره یې چې لا تر اوسه یې دغه خطرناکه ناروغي په ابتدایي پړاؤ کې ده او ممکن تداوي یې وشي.

تر دې څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې د هندۍ سېنما یو بل مشهور او تجربه کار اداکار رشي کپور هم په کینسر ناروغۍ اخته دی.

رشي کپور د بالیوډ تکړه فلم ستوری دی او د اوسني مشهور فلم هیرو رنبیر کپور پلار دی چې ویل کیږي اوس په برتانیې کې تر تداوۍ لاندې دی. دا خبره د نوموړي ښځې د انسټاګرام په یوه پوسټ کې په ډاګه کړې وه او داسې اشاره یې کړې وه چې خاوند یې د کینسر ناروغۍ په لاعلاجه مرض اخته شوی.

اوس تازه هندي رسنیو د یوه بل فلم ډائرېکټر راکیش روشن د کینسر ناروغۍ راپورونه خپاره کړي، رسنۍ وایي، دغه مشهور ستوری د ستوني په سرطان اخته شوی، خو د معلوماتو له مخې ناروغي په ابتدایې مرحلو کې ده او ممکن تداوي شي او مخه یې ونیول شي.

د راکیش روشن زوی او تکړه فلم لوبغاړي هرتیک روشن د انسټاګرام په یوه پوسټ کې دغه خبره د خپلو مینوالو سره شریکه کړې ده.

نوموړي لیکلي: نن سهار مې پلار ته د یوه تصویر د اخیستلو وویل، زه پوهیږم چې د عملیاتو په ورځ به هم دا کلپ ته تګ پرېنږدي، ممکن دا د نړۍ تر ټولو قوي انسان وي څومره چې زه پوهیږم.

نوموړي لا زیات لیکلي: څو اوونۍ وړاندې یې د پلار (راکیش روشن) د ستوني د کیسنر ناروغۍ تشخیص وشو خو په خبره یې چې اوس په لومړیو مرحلو کې ده.

د ده په خبره؛ پلار یې د دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره پوره او کلکه اراده لري، زیاتوي د کورنۍ د یوه غړي په حیث ویلي شي چې نیکمرغه دی چې داسې یو مشر لري.

راکش روشن په خپل فلمي ژوند کې ډېر کامیاب فلمونه په خپله لارښوونه جوړ کړي چې په کې مشهور یې: کوئې مل ګیا، کهونا پيا هی، کرن ارجن او خون بهري مانګ دي.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې د راکیش روشن د یوې لور سنینا روشن په رحم کې هم د کینسر ناروغي تشخیص شوې وه، خو دا چې هغه هم په لومړیو پړاؤنو کې وه، نو مخه یې ونیول شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی