کلتور او هنر

مزاحیه فلمي ستوری راجپال یادوو دري میاشتې بندي شو !

د هندۍ سېنما مشهور مزاحیه ستوری راجپال یادوو په درې میاشتني بند سزا باندې محکوم شوی.

هندوستانۍ رسنۍ وایې، راجپال یادوو د پور د نه ورکولو په جرم د هندوستانۍ محکمې لخوا په دغه دري میاشتني قید باندې محکوم شوی.

د فلم (بهول بهلیان، هنګامه او چهپ چهپ کې) د ښې مزاحیه کارکردګۍ له امله ډیر مشهور شوی.

د رپوټ له مخې، د ډيلي سترې محکمې تېره ورځ خپله پرېکړه واوروله او د راجپاله د سملاسي نیول امر یې هم کړی.

له نیولو وروستو نوموړی د درې میاشتو لپاره زندان ته استول شوی.

په دغه مزاحیه فلم ستوري باندي تور دی چې ده او مېرمنې یې د یوې کمپنۍ څخه په ۲۰۱۰ کال کې د یوه فلم (اته پته لاپته) د جوړولو لپاره پیسې اخیستي.

یادوو د مرلي پروجیګټس په نوم له کمپنۍ پنځه کروړه پیسې اخیستي خو بېرته د پور په پرې کولو کې پاتې راغلی نو مرلي پروجیکټس هم د نوموړي اداکار پر ضد شکایت کړی.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې د اګسټ په میاشت کې راجپال یادوو یوولس کروړه لس لکه اته زره او درې سوه پیسو په اخیستلو موافقه وکړه نو د هغې په بېرته ورکولو کې سود هم شامل وه چې بیا وروسته د دواړه ډلو ترمنځ ځینې ستونزې هم راپیدا شوې او همدا لامل شو چې مسئله تر سترې محکمې ورسیده.

د رسنیو د رپوټ له مخې، راجپال یادوو په ۲۰۱۰ کال کې قرض اخیستی وه او د اتو کلونو په تېرېدو سره یې بیا هم ورباندې شوی پور ادا نه کړ.

د یادولو ده، یادوو چې د کوم فلم لپاره پیسې اخیستې وې په ۲۰۱۲ کال کې ریلیز شوی وه خو دغه فلم یوازې د ۳۸ لکو پیسو ګټه ګړې وه او همدا لامل شوه چې وه راجپال یادوو خپل پورونه ور نه کړی شول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی