ټولنیز ژوند سیاست

نوی ګاندي د نړۍ بدلولو مبارزې ته تیاری نیسي

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

ټاکل شوې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د عدم تشدد یا پر تاوتریخوالي د نه ولاړې مبارزې د بنسټګر ګاندي زرګونه پلویان د هند له نوې ډېلۍ څخه د ملګرو ملتونو تر اروپایي مرکز(ژنیو) پورې په اعتراضیه ډول پلی سفر وکړي.

د نړیوالې سولې او عدالت مبارزه

د دغه لاریون پلانونکي راجاګوپال پوتانوِتیل په یوه خبري ناسته کې د دغه لاریون په اړه وویل:

« دغه نظر په داسې وخت موږ ته پیدا شو او غواړو عملي یې کړو، چې نړۍ په بې سارې توګه د نارامۍ او ناندریو د ترخو تجربو شاهده ده.»

نوموړي زیاته کړه: دا لاریون د ۲۰۱۹ د اکتوبر په دویمه له نوې ډېلۍ څخه پیلیږي.

لاریون کوونکي به له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څخه تېر او د ۹۵۰۰ کیلومتره پلي مزل له کولو سره د ۲۰۲۰ د سپتمبر تر ۲۵ پورې ورسیږي.

راجاګوپال دا هم ویلي، چې که لاریون کوونکي د ویزې اخیستو یا نورو ستونزو سره مخ شي، په هغه صورت کې د ممبیي له لارې یونان ته په کښتیو کې ځي او بیا له لاریون سره ملګري کیږي.

راجاګوپال

د دغه حرکت مشري د ګاندي بنسټ مشر راجاګوپال کوي.

هغه چې د اوسني عصر د ګاندي لقب ورکړل شوی، د دغه لاریون موخه یي د سولي او عدالت لپاره مبارزه ښودلې ده.

راجا ګوپال له اوږدې مودې راهیسې په هېواد کې یې د ټولنیز عدالت د ټینګښت او بې سرپناه خلکو ته د کور برابرولو لپاره مبارزه کوي.

د نړیوالې سولې او عدالت لپاره دا مبارزه په داسې مهال پلان شوې، چې هند د خپلې ازادۍ د رهبر مهاتما گاندي د زوکړې د ۱۵۰ کلیزې نمانځلو ته چمتووالی نیسي.

راجاګوپال پوتانوتیل ۷۰ کلن دی او مسلک یې انجنیري ده.

هغه د دغه حرکت د بریالیتوب لپاره په نړیواله کچه له یو شمېر همفکرو بنسټونو سره یې خبرې کړي.

نوموړی د نوي ګاندي له ترلاسه کړي لقب سره ځان راحت نه ګڼي.

نوی ګاندي هیله من دی، چې د تبت د بودایانو د رهبر دالایي لاما او د امریکا د مخکیني ولسمشر باراک اوباما ملاتړ به هم په دې برخه کې ترلاسه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي