کلتور او هنر

کرشنا راج کپور مړه شوه !

د هندۍ سینما د مخکښې کورنۍ کپور د کور مشره او د بالیوډ په سینما کې په خپلې ښې اداکار مشهور لوبغاړي راج کپور مېرمن کرشنا راج کپور د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.

د هندوستان د سیمنا په برخه کې د کپور کورنۍ له پخوا مخکښه ده او له هغو کورنیو شمېرل کیږي چې زیات غړي یې د بالیوډ مخکښان دي.

د رپوټ له مخې، د مشهور فلم لوبغاړي راج کپور مېرمن کرشنا راج کپور د ۸۸ کالو په عمر له دې نړۍ وکوچېده.

ډاکټرانو یې د مرګ لامل د زړه حمله یا د زړه د حرکتونو ودرېدل یاد کړي دي.

د کرشنا راج کپور د مرګ تائید پوتي ریدهمیما کپور پر خپل انسټاګرام اکونټ کړی او د خپلې کورنۍ سره یې د مېرمن راج کپور تصویر ورکړی.

کرشنا راج کپور د راج کپور سره په ۱۹۴۶ کې واده وکړ او د اوږد جوړه ژوند تېرولو وروسته یې ۵ ماشومان لرل چې رندهیر کپور، رشي کپور، ریتو کپورنندا، ریما کپور او اجیو کپور وه.

اوس هم د دې لمسیان د بالیوډ پر پرده مخکښ دي، فلمي ستوری کرینه کپور، کرشمه کپور او رنبیر کپور یې غوره بېلګه ده.

د هندۍ سینما زیاتو فلمي ستورو د کپور کورنۍ ته د مېرمن کرشنا راج کپور د مړینې له امله تسلیت ویلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی