افغانستان سیاست

د هرات د غونډې اخلالونکی ځوان وايي، ولسمشر شل دقیقې دوه په دوه خبرې ورسره کړي

لیکنه: ياران

ریس ځاځی هغه ځوان دی چې په هرات کې یې د لاجوردو د لارې د پرانیستې په غونډه کې د ولسمشر له وینا وروسته، شور جوړ کړ او له ولسمشر څخه دده قضیې ته ده پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړی چې اوس له خپلې مور سره د ولسمشرۍ د دفتر په همکارۍ کابل ته بلل شوی څو یې قضیه له نژدې واوریدل شي، وايي، په هغه ورځ له غالمغال وروسته ولسمشر خپل ساتونکو ته غوسه شو، او دا یې ځان سره یوې خونې ته بوتلو او شل دقیقې یې دده ټوله قضیه په غور واوریده.

په وروستیو کې یو شمیر رسنیو په هرات کې د لاجوردو د لارې د پرانیستې په مراسمو کې د ریس ځاځي له خوا عدالت غوښتنې نارو او دده خواته د ولسمشر غني د ورتګ نیمګړي ویډیويي تصویرونه خپاره کړل او ولسمشر غني او د هغه ساتونکې یې د معترض ریس ځاځي سره په ناسم چلند تورن کړل. خو ریس ځاځی وايي، داسې هیڅ چلند ورسره نه دی شوی بلکې ولسمشر هغه امنیتي کس ته چې دده د غږ د ټیټولو هڅه یې کوله غوسه شو.

په یوه ویډیو کې چې د ولسمشر د ویاند شاه حسین مرتضوي له خوا خپره شوې ریس ځاځۍ وايي د پکتیا د ولایتي شورا ریس عبدالمالک ځاځي یې ورور دی، خو له دوی څخه ټولې مځکې او ملکیتونه لاندې کړي او ده له ولسمشر څخه وغوښتل چې عدلي او قضايي ادارې دې د دوی قضیې ته رسیدګي وکړي.

ریس ځا ځي او مور یې په کابل کې افغان چارواکو ته خپله قضیه بیانوي

شاه حسین مرتضوي له دې ویډیو سره پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ولسمشر د دفتر د ریاست سره په همغږۍ، ریس ځاځی او مور یې له هرات څخه کابل ته انتقال شوي او د افغانستان لویې څارنوالې او سترې محکمې ته دنده سپارل شوې چې د دوی حقوقي دوسیې هر څومره زر چې ممکنه وي، وڅیړې.

د یکشنبې په ورځ د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي، د طلوع تلویزون او ورسره تړلو رسنیو په شمول یو شمیر رسنۍ تورنې کړې چې دده په وینا په قصد توګه د لاجوردو د لارې د سترې پروژې تخریبول غواړي. دا یوازینۍ لاره ده چې افغانستان له ایران څخه له تیریدو پرته له اروپا او نورې نړۍ سره وصلوي.

د طلوع نیوز او نورو رسنیو په اړه د مرتضوي توندې نیوکې دلته لوستلی او اوریدلی شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران