سپورټ نړیوال کرکټ

راهل ډرایوېډ: په نړیوال جام کې توپ اچونه مهم رول لري

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

د هندۍ کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان راهل ډرایوېډ په دې عقیده دی ،چې په نړیوال جام کې توپ اچونکي مهم رول لري او باید دا مسؤلیت په ښه ډول اجرأ کړي.

ډرایوېډ چې دا وخت د هند الف او نولس کلنې لوبډلې روزونکی دی؛ د خپلې تجربې له مخې وایي تېر کال د الف لوبډلې د سفر پر وخت یې ولیدل چې هلته رنزونه زیات کیږي،نو دا ښکاره خبره ده چې راروان نړیوال جام به توپ اچونکو ته یو سخت حالت وي.

دی زیاتوي په منځینیو اورونو کې د توپ اچونکو مسؤلیت دا دی چې ژر،ژر ملګرتیا ماته کړي او توپ وهونکي پرې نږدی چې زیات پر ویشتنځای پاتې شي.

ډرایوېډ زیاتې خبرې د هند لوبډلې په اړه کوي او وایي په منځینیو اورونو کې هند په توپ اچونکو بیخي ښه لوبه کوي،چې هر توپ اچونکی به پر خپل ځای استعمال کړي.

خلک بومرا،کلدیپ او یازیوندرا چاهر خوښوي او هندوستان دوی په خپل ځان کې لري چې کولی شي ویکټې واخلي.

ډرایوېډ زیاتوي هندوستان وروستۍ یوه ورځینۍ لوبې د اسټرالیا خلاف پنځه یوه ورځینۍ لوبو سیریز کې ښه ولوبیده او تمه ده چې همداسې مخکې ولاړ شي.

خو په جنوبي افریقا کې تېر کال د سیریز ګټل او هم نیوزلېنډ ماتول د ډرایوېډ هغه مثالونه دي چې په یادولو سره یې هندۍ لوبډلې ته هلمندي ښودلې ده.

نوموړی وایي موږ (هند)په یو ورځینیو لوبو کې دوهم نمبر ټیم دی او دا ښه مثال دی چې موږ د کال بهترین کریکټ کړی دی،خو ډرایوېډ دا هم ښکاره وایی دا نړیوال جام د هر چا لپاره سخت هم دی.

نوموړی د کپتان ویرات کوهلي پر شخصي کارکردګۍ هم غږیږدلی او وایی ویرات کوهلي یو بهترین لوبغاړی دی؛ نړۍ نور سچن ټنډولکر نه لري خو که سچن ۴۹،۵۰ اویریج سره لوبیدلی دا به کوهلی وي چې دا کار کوي.

که هغه په دغه نړیوال جام کې ښه ونه لوبیده داسې نه ده چې ټول سفرونه به یې انګلستان ته همداسې وي،هغه په هر حالت کې ځان ښودلی (شوو)کولی شي.

د دې تر حنګ د دوني شتون په لوبډله کې مهم دی او کله چې اېم اېس دوني د لوبډلې سره وي دا به د هند لپاره مهمه برخه د دې وي چې ښې لوبې تر سره کړي.

د ۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال جام ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛چې د نړۍ په لر و بر کې پر بېلابېلو لوبډلو بحثونه او تبصرې هم روانې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې