کلتور او هنر

رحیم غمزده؛ هغه ولس پاله هنري څېره چې خلکو خپل وکیل ټاکلی و

لیکنه: بشر درویش

په افغانستان کې اوس سندرغاړو ته هغسې لازم احترام نه کیږي، خو پخوا وخت دا ډول نه و.
په دې مطلب كې یو داسې مشهور هنرمن درمعرفي كوو، چې لسیزې پخوا پرې ولس د خپل وکالت باور کړی و:

څو بعدي شخصیت
رحیم غمزده یو مشهور او څو بعدي هنري شخصیت و.
هغه په عین حال کې شاعر، کمپوزجوړونکی، سندرغاړی او له دې وراخوا د خپلو خلکو د ګذر وکیل و.
رحیم غمزده نیږدې ۵ کاله مخکې د ۷۵ کلنۍ په عمرد سرطان د اوږدې ناروغۍ له کبله ومړ.
هغه د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی و.
د غمزده هنر
رحیم غمزده په ۱۶ کلنۍ كې موسیقۍ ته مخه کړه. دی د پنځوسمې لمریزې لسیزې په وروستیو کې ډېر وځلید او د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې یې نیږدې ۲۰۰ سندرې ثبت کړې.
رحیم غمزده د خپل وخت له محدودو سندرغاړو څخه ګڼل کیږي، چې پښتو موسیقي یې له کلاسیک حالت څخه عصري خوا ته یوړه.

ده هندي او غربي کمپوزونه له پښتو سندرو سره غاړه کړل، چې له دې كبله یې سندرې زیاتې مشهورې او کامیابه هم شوې.
رحیم غمزده د خپلو ټولو سندرو کمپوزونه خپله کړي وو.
د هغه د هنري کامیابۍ یو راز د ښو شعرونو انتخاب هم و.

د موسیقۍ مسلکي کسان باوري دي، چې د لوړ معیار شاعري سندره کول او ورته کمپوز جوړول د موسیقۍ له سختو کارونو څخه دی.
خو غمزده لسیزې مخکې د غني خان، رحمان بابا او نورو پياوړو شاعرانو شعرونو ته کمپوزونه جوړول او سندرې کول یې.
غمزده د خپل هنر له کبله ډېرې جایزې هم ګټلي او ستایل شوی و.

کورنی ژوند
رحیم غمزده څو لسیزې مخکې د ځوانۍ د وخت په یوه مرکه کې ویلي وو، چې ۳ زامن او ۵ لورګانې لري.
د مرکې او معلوماتو زړښت ته په کتو سره کیدای شي دا ارقام بدل شوي وي.

وکیل غمزده
رحیم غمزده لکه چې وویل شول د خپلو خلکو وکیل هم پاتې شوی و.
هغه د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې انګورباغ سیمې ته څېرمه اوسیده.
د غمزده په نوم اوس هم د هغه د اوسیدو کوڅه مشهوره او غالباًکورنۍ یې لا پکې ژوند کوي.

شاعر غمزده
رحیم غمزده شاعر هم و او خپل ګڼ شعرونه یې له موسیقۍ سره ویلي.
د غمزده شاعري هم د پام وړ وه او د ولسي شاعرۍ په کچه حساب پرې کیدای شي.
د هغه شعري ټولګه څو کاله مخکې د «زما ښکلی جانانه» په نوم د کابل پوهنتون د استاد پوهنوال لال پاچا ازمون په زیار را ټوله او چاپ شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي