سینما او موسیقي

رنبیر کپور او ډپیکا پډوکون څلور کاله وروسته سره یوځای راښکاره کیږي

د هندۍ سينما ښکلې جوړه رنبیر کپور او ښکلې فلمي ستورې ډپيکا پډوکون څلور کاله وروسته سره یوځای کې راښکاره کیږي.

رنبیرکپور او ډپیکا پډوکون د بالیوډ ښکلې جوړه وه چې په تېر کې یې یو شمېر ښه او کامیاب فلمونه هم بازار ته وړاندي کړي دي.

دغه دواړو تر منځ کلونه وړاندې ځینې خبرې راپيدا شوې او د دوی ملګرتیا یې خرابه کړه هماغه وه چې دوی تقریبا له څلورو کلونو ډېر وخت یو بل سره په یوه فلم کې راښکاره هم نشول.

هندۍ رسنۍ وایي، ډپيکا او رنبیر کپور څلور کاله وروسته سره جوړه راښکاره کېدو لپاره تیاری نیسي.

د بالیوډ دغه ښکلې جوړې په خپلې فني ژوند کې تر اوسه د بچنا هی حسینون، یه جواني هی دیواني او تماشا په شان ښکلې او کامیاب فلمونو کې جوړه کار کړی چې نه یوازې فلمونو یې ښه بازار وکړ بلکې دغه د هغو جوړو څخه وه چې ډېر مینوال یې لرل.
خو ناڅاپي د دواړو دوستي او یارانه په څه خرابه شوه او تر منځ یې اړيکې بې خونده شوې چې دواړه له یو بل لرې شول او له همدغه لريوالي وروسته ډپیکا پډوکون د بالیوډ له یوه بل فلم اتل رنویر سنګ سره واده وکړه.

اوس ویل کیږي چې د تېر دغه ښکلې جوړې یو ځل بیا د یوه بل سره د یوځای د سکرین پر پردې د راتلو اراده کړې ده.

هندوستانۍ رسنیو د رپوټ له مخې، رنبیر کپور او ډپیکا پډوکون به څلور کاله وروسته جوړه د لوی سکرین پر ځای د یوې کمپنۍ په اعلان کې سره یوځای ولیدل شي.

د دې تر څنګ چې دوی دواړه به یوه اعلان کې راښکاره شي داسي خبرونه هم خپریږي چې موده وړاندې اجي دیوګن د رنبیر کپور سره د یوه فلم په جوړولو لیدلي او خبرې یې کړي دي، چې تصویرونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي وه، ویل کیږي د دغه فلم د مرکزي رول لپاره به هيروینه ډپيکا پډوکون غوره شي.

د دغه فلم شوټینګ به روان کال کې پیل شي چې اټکل دی د ۲۰۲۰ ميلادي کال د کرسمس په دوران کې به خپور شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی