سرسکالو سیاست له نړۍ

د غاښونو هغه ډاکټر چې لیکوال او ولسمشر دی

لیکنه: بشر درویش

د نړۍ لږ سیاستوال داسې وي، چې واک ته له رسیدو وروسته خپل نور شوقونه پاللی شي.

خو د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف داسې یو څوک دی، چې واک ته له رسیدو وروسته هم خپل ځینې شوقونه ښه پالي.

دلته به د محمدوف په اړه وپوهیږئ، چې څوک دی او څنګه له واکمنۍ سره هم مهاله خپل شوقونه پالي.

د نوي کتاب مخکتنه

د ترکمنستان ولسمشر محمدوف څو ورځې مخکې د خپلې کلیزې مراسم د نوي کتاب په مخکتنې سره ونمانځل.

قربانقلي بردي محمدوف خپل دغه تازه کتاب د ورېښمو د لویې لارې په اړه لیکلی و.

دا کتاب د ده د کلیزې په مناسبت په روسي او اوکرایني ژبه ژباړل شوی و.

د مخکتنې دا مراسم څو ورځې مخکې ترسره شول، چې د نړۍ د شاوخوا ۳۰ هېوادونو خبریالانو او شخصیتونو پکې برخه لرله.

د مخکتنې په مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر وویل، چې دغه کتاب به یې زر په ترکي، فارسي، آذري او یو شمېر نړیوالو ژبو هم ترجمه او چاپ شي.

په تازه چاپ شوي دوه ټوکیز کتاب کې له چینه تر مرکزي اسیا، منځني ختیځ، فققاز او ختیزې اروپا پورې د سوداګرۍ او نورو اقتصادي فعالیتونو تاریخي بهیر ته کتنه شوې ده.

لیکوال ولسمشر

قربانقلي بردي محمدوف له هغو ولسمشرانو څخه دی، چې د لیکوالۍ سخت شوق لري.

هغه هرکال له دوو تر درېیو پورې کتابونه لیکي او خپروي.

د ده د کتابونو موضوعات تر ډېره د ترکمنستان پر تاریخي، فرهنګي، هنري، ټولنیزو، آدابو او ملي دودونو را څرخي.

دا ولسمشر ډاکټر هم دی

قربانقلي بردي محمدوف ډاکټر هم دی.

هغه ۶۲ کاله وړاندې د ۱۹۵۷ د جون په ۲۹ مه د پلازمېنې عشق آباد په ۴۵ کیلو مترۍ کې زیږیدلی.

ولسمشر محمدوف په ۱۹۷۹کې د بهرنیو چارو وزارت د غاښونو له پوهنځي فارغ شو.

وروسته یې په عمومي ډاکټرۍ کې هم نورې زده کړې کړي.

دی ۶ کاله د غاښونو د طب استاد او ریس په توګه پاتې شوی.

په ۱۹۹۷کې د روغتیا وزیر او په ۲۰۰۱ کې د وزیرانو کابینې د ریس مرستیال شو.

په ۲۰۰۶ کې د ولسمشر صفر مرادوف له مړینې سره د پارلمان په تایید د جمهوري ریاست سرپرست او په ۲۰۰۷ کې د عمومي ټاکنو له لارې ولسمشر وټاکل شو.

محمدوف په ۲۰۱۷ کې د بلې دورې لپاره بیا ولسمشر وټاکل شو.

نوموړی واده لري، چې یو زوی او دوه لوڼې یې ثمره دي.

زوی یې سردار څه موده د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و، چې وروسته د ولسي جرګې غړی او بیا د عشق آباد والي وټاکل شو.

محمدوف له ورزش، پلي ګرځیدو، غرختنې، موټر چلونې، اس ځغلونې، سایکل ځغلولو، موټر سایکل او نورو سیاحتونو سره هم زیات لېواله دی.

د استبداد دعوې

د ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا نور هېوادونه په دې تورن دي، چې استبداد پکې زیات حاکم دی.

په دې لړ کې ترکمنستان هم د هېرولو نه دی.

هلته ټاکنې سمبولیکې، واک انحصاري او په ټوله کې دغه هېواد د روسیې یوه نفوذي سیمه ګڼل کیږي.

خو له دې ټولو سره د منځنۍ اسیا هېوادونه له نسبي ثباته برخمن ګڼل کیږي او د تدریجي پرمختګ شاهدان دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي