اقتصاد

څومره والی که څرنګوالی! ډېر ولې ګنډېر وي؟

په اوسمهالې نړۍ کې ادارې او شرکتونه د کار د کمیت پرځای د کار کیفیت او معیار ته ارزښت ورکوي.

کاري کیفیت او معیار پر کار د فکري او فزیکي تمرکز له لارې ترلاسه کیږي. دلته دې ته ارزښت ورکول کیږي، چې کارکوونکي څومره په فکر او هوښ کار کوي او په څومره وخت کې ور سپارل شوی کار سرته رسوي.

معیاري او پر وخت کار د کارکوونکي د ظرفیتونو او کاري تمرکز ښکارندويي کوي.

یوڅوک په اتو ساعتونو کې ور سپارل شوی کار کوي او تر ټولو ډېر وخت پرې ضایع کوي، خو یو بل کس دا کار په یوه ساعت کې په پوره معیار کوي. طبیعي ده، چې شرکت او اداره دویم کس ته ترجیح ورکوي.

زموږ خلک وايي، چې « ډېر، ګنډېر»، ددې متل هدف هم همدغه څیز دی.

د شرکتونو مسوولان په دې نه خوښیږي، چې تاسې شپه او ورځ په کار بوخت وویني. کېدای شي یو شمېر کارکوونکي ځانونه د خپلو مدیرانو او رییسانو پر وړاندې خورا بوخت وښيي، له ګهیځ تر ماښام ناوخته پورې په دفتر کې پاتې شي، د نورو کسانو کار ته هم غاړه ورکړي، خو په دې باید پوه وي، چې ډېر کار له ښه او معیاري کار سره متفاوت دی. تاسې اته ساعته د یوې ادارې وسایل او نور امکانات بوخت ساتئ، اته ساعته مصرف کوﺉ، دا د شرکت او کمپنۍ لپاره له اقتصادي او د وخت او ظرفیت له اړخه ګران تمامیږي، خو که دویم کس په یوه ساعت کې د اتو ساعتونو کار کوي، اداره او شرکت د وسایلو د استعمال، برېښنا لګښتونو، وخت او فرصت او … له اړخه ګټه کوي. دا په دې معنا ده، چې تاسې باید د معیاري کار او ځان بوختونې ترمنځ پر توپیر پوه شﺉ.

ډېر ځله زاړه مامورین پر نویو زلمیانو نیوکې کوي، چې ټول وخت په فیسبوک تېروي او کار نه لري. حقیقت دادی، چې نننی کارکوونکی، یا نننی انسان د خپلو ظرفیتونو او مهارتونو له مخې د پخواني مامور د ټولې ورځې کار په یوه ساعت کې کوي او پاتې اووه ساعته، چې هغه بېکاره پاتې کیږي، دا د هغه ګناه نه ده. دا د ادارې ضعف دی، چې د دغسې کارکوونکو له ظرفیتونو څخه وړ او پرځای ګټه نه شي اخستلای. د دوی او کم ظرفیته مامورانو ترمنځ باید د کار معیار، امتیاز او وخت ټول پر بشپړ سنجش ولاړ وي.

په دفتر کې به تاسې ټوله ورځ پر یوه څیز فکر کوﺉ، خو کار به پرمخ نه ځي. خو په ټولو اتو ساعتونو کې نیم یا یو ساعت داسې راځي، چې تاسې د ټولې ورځې کار په کې کوﺉ. د اتیا پر شل فورمول له مخې، دا ستاسې ارزښتناک او معیاري وخت او کار دی. له دې وخت نه باید ګټه پورته کړﺉ، ځکه همدا کار او وخت مو ظرفیت ثابتوي. څومره، چې یوڅوک په خپل کار کې متمرکز کیږي، هومره یې کاري ساعتونه او تولید ډېریږي. که تمرکز ونه لرﺉ، فکر نه کوم، چې شل یې کړﺉ.
که مدیر او رییس وﺉ کوښښ مه کوﺉ، چې ټول کارونه په خپله وکړﺉ. کارونه پر نورو ووېشئ او تاسې یې پر اصلي اړخونو څار او تمرکز ډېر کړﺉ. شرکتونه، چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې خپلې نماینده ګۍ پرانیزي، هدف یې دادی، چې خپل توکي او تولیدات وپلوري، خو که هغوی هرڅه پر یوه ځای راغونډ کړي، پلورکچه به یې لوړه نه وي. دغسې په دفتر او اداره کې، چې څومره دندې پر نورو کارکوونکو وېشل کیږي او د مدیر او رییس تمرکز د هغو پر مدیریت وي، د کار کیفیت او معیار ورسره ښه کیږي.

یو شمېر مدیران او رییسان د خپلې کمکارۍ یا بې ظرفیتۍ ضعف په دې پټوي، چې د فلاني او فلاني شرکت کارکوونکي او امکانات ډېر دي. تاسې ته، چې څومره وخت او امکانات در کړل شوي، له هغو ګټه واخلﺉ. زه فکر کوم، چې که د کمو امکاناتو څښتنان پر خپلو چارو تمرکز ډېر کړي او له شته فرصتونو په ښه ډول ګټه پورته کړي، امکانات یې پخپله ډېریږي. تاسې ته په لومړي سر کې څوک سل په سلو کې امکانات نه درکوي، خو که له شته امکاناتو مو په ښه ډول ګټه پورته کړه، امکانات مو پخپله ورسره ښه کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */