افغانستان سیاست کلتور او هنر مخکښان

پښتونه! ځه عطاالله خان وګټه! د مشهور مبارز ملتپال یادونه

لیکنه: بشر درویش

لیکنه او را ټولونه: بشر دروېش

د فبرورۍ ۱۷ مه یعنې دوه ورځې وړاندې د کوزې پښتونخوا د مشهور مبارز، لیکوال او ملت پال سیاستوال قاضي عطاالله خان د تلین ورځ وه.

عطاالله خان د پښتنو یو نه هېریدونکی مبارز و؛ هغه اوږده موده د پنجابي استعمار په زندانونو کې تېر او سختې شکنجې یې وزغملې.

د پښتو ژبې مشهور حماسي شاعر ملنګ جان هم د هغه سختې ورځې پخپلو ترانو کې یاد کړې وې:
یو خوا ته جوړ ملي اختر دی
په حال مې یو الله خبردی
بل خوا ته غم مې د بندیان ژړوي
ما د سرپوزو سرداران ژړوي

پښتونه! ځه عطاالله خان وګڼه
خپل کونډې رنډې یتیمان وګټه
مونږ د امېد سترګې په لار نیولي
ستا د راتلو په انتظار نیولي

هلته به غږ کړم چې اختر دی
په حال مې یو الله خبر دی
بل خوا ته غم مې د بندیان ژړوي
ما د سرپوزو سرداران ژړوي

د عطاالله خان زوکړه او زده کړې
قاضي عطاءالله خان په ۱۸۹۵زیږدیزکال کې د پښتونخوا مرکز پيښور د لنډي ارباب په کلي کې زیږیدلی و .

نوموړی د ستر مذهبي عالم قاضي نصرالله خان زوی او په خټه خلیل پښتون دی.

قاضی صیب خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په مدرسه، لېسې دوره یې د پيښور په میشن سکول (ښوونځي) او وروسته یې تر څوارلسم ټولګي پورې زده کړې په پیښور کې وکړې .

وروسته د علیګړ مسلم یو نیورسټي ( پو هنتون) ته لاړ او هلته یې په ۱۹۱۸ زیږدیز کال په قانون کې خپله لوړه ډیګري تر لاسه کړه .

په مبارزه کې د پاچا خان ملتیا
عطاالله خان کله چې د علیګړ نه راستون شو نو په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې يې په چارسده کې د باچا خان ( فخر افغان خان عبدالغفار خان ) سره وکتل او په ۱۹۲۵ کال د انجمن اصلاح افغانیه غړی شو.

ده وروسته باچاخان ته د خدایي خدمتګار د غورځنګ یا تحریک د جوړولو بلنه ورکړه چې دغه غورځنګ په ۱۹۲۹ زیږدیز کال کې جوړ شو.

قاضي صیب په ۱۹۳۹ زیږدیز کال د پیرنګیانو له خو ا د پنځو کلونو لپاره په دې جرم په جیل کې واچول شو چې د پښتنو د حقوقو د تر لاسه کولو لپاره یې مبارزه او جد وجهد کاوه.

د حکومت وزیر
کله چې په ۱۹۳۷ زیږدیزکال کې کانګریس ټاکنې وګټلې، دی د ډاکټر خان صیب په کابینه کې د مالیې وزیر وټاکل شو.

په ۱۹۴۶ زیږدیز کال چې کانګریس د دویم ځل لپاره انتخابات وګټل نو دی د ډاکټر خان په کابینه کې د ښوونې وزیر شو.

د پاکستان له جوړیدو وروسته شکنجې
د هند او پاکستان تر بیلیدو وروسته کله چې د ۱۹۴۷ کال د اګسټ د میاشتې په ۱۴ نیټه پاکستان جوړشو نو باچا خان، قاضي عطاءالله خان او د خدایي خدمتګارو د غورځنګ نور مشران د قیوم خان د مسلم لیګ د حکومت په دوران کې جیلونو ته واچول شول.

قیوم خان د خدایي خدمتګارو د غورځنګ پر غړو ډیر ظلمونه وکړل. قیوم خان قاضي صیب لو مړی ددیره اسماعیل خان جیل ته ولیږه او وروسته بیا د حیدرآباد جیل ته واستول شو .

په زندان کې د پښتنو د تاریخ لیکل
له نیکه مرغه ده د حیدرآباد په جیل کې په پښتو ژبې د ( د پښتنو تاریخ ) په څلورو ټوکونو ( جلدو) کې ولیکه.

د قاضي صیب دغه کتاب په کابل کې د افغانستان د علومو اکیډیمۍ له خوا په کابل کې په دوو ټوکو ( جلدونو ) کې په ۱۹۷۶ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی .

بدې ورځې او مړینه
وروسته بیا دی د بلوچستان د مچ جیل ته ولیږل شو. په جیلخانه کې دده روغتیایی حالت ورځ په ورځ خرابیده او د ډاکټرانو معایناتو دا وښودله چې دی د (وینو په سرطان) اخته دی. خو سره له دې هم په جیل کې د قیوم خان له خوا پر ده دومره پابندي لګول شوې وه چې د دوا او ډاکټر نه بې برخې او محروم ساتل شوی و.

وروسته چې د مرګ پولې ته نږدې شو نو دی یې د لاهور د میو روغتون ته ولیږه او هلته د۱۹۵۲ زیږدیز کال د فبرورۍ دمیاشتې په ۱۷ نیټه وفات شو .
پر ګور یې نور!

عطاالله خان د افراسیاب خټک له نظره
د پښتنو مشهور ملتپال سیاستوال او لیکوال افراسیاب خټک دوه ورځې وړاندې د ارواښاد قاضي عطاالله خان د تلین ورځې په مناسبت د هغه په اړه پر خپل ټویټر داسې لیکلي وو:(( ‏نن د پښتنو د قامي آزادۍ د مبارزې د اسمان د یوه ځلنده ستوري قاضي عطاالله تلین دی. قاضي صیب د پیرنګي او پاکستاني واکدارانو اوږدې بندیخانې ګاللي، د پښتنو تاریخ یې لیکلی او د تعلیم د وزیر په حیثیت یې د پیښور پوهنتون قانون جوړ کړی و . اروا یې ښاد او یاد یې تلپاتې))

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي