سپورټ نړیوال کرکټ

قیس احمد یو ځل بیا د هبارت هاریکنز لوبډلي ته راوګرځېد

اعلان

لیکنه: عبدالله عادل

د هبارت هاریکنز لوبډلي د نهم پړاو بېګ باش لیګ لپاره د مخکښ افغان لوبغاړي قیس احمد بیا ځلي راتګ اعلان کړ.

ځوان توپ اچونکی قیس احمد تیر کال په بېګ باش سېالیو کي د تایمل میلز پر ځای د هبارت لوبډلي سره یو ځای سو چي ډېر ښه وځلېد او لوبډله یې هم بریالۍ وه.

۱۸ کلن افغان توپ اچونکي په تېر پړاو سېالیو کي په دریو لوبو کي ولوبېد چي اووه ویکټي یې ترلاسه کړې او په نیمه پایلوبه کي یې د میلبرون سټارز لوبډلي لپاره د ۳۳ منډو په بدل کي درې ویکټي ترلاسه کړې چي درې ویکټي یې د نیک میډینسون ، پیټر هیندس کمب او مارکوس سټوینیس وې .

Exciting-eight-Qais-Ahmads-BBL08-wickets-still.jpg

قیس احمد اوس تازه د افغان الف لوبډلي په ګټه د بنګلدېش الف لوبډلي پر وړاندي په یوه لوبه کي ۱۰ ویکټي ترلاسه کړې چي د لوبي غوره لوبغاړی هم ونومول سو.

قیس احمد هبارت لوبډله کي د غوره کېدو وروسته ویلي :

”زه ډېر خوشحاله یم چي تر تیر بریالي فصل وروسته دا ځل د پوره فصل لپاره د هبارت لوبډلي ته را وګرځېدم. “

هوریکنز لوبډلي روزونکي ادم ګریفیټ بېګ باش سېالیو ته و قیس احمد ته ښه راغلاست ویلی.

نوموړي ویلي :

”قیس په تېر فصل کي یوازي په دریو لوبو کي خپله وړتیا وښوده او زه یې متاثره کړم دا زما لپاره اسانه پرېکړه وه چي هغه بیرته لوبډلي ته را ولم . “

هغه زیاته کړې:

”هغه توپ دواړو خواوو ته تاو کوي ، ځوان دی او موږ دا خوښوو ، موږ پوهېږو چي مینوال به په پوره فصل کي د هغه لوبو خوند واخلی. “

نهم پړاو بېګ باش لیګ سېالۍ د روان کال د ډسمبر کي پيلیږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی