سیاست نړۍ

پوتین د جودو په سیالیو کې ټپي شوی

لیکنه: بشر درویش

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جودو سیالیو پر مهال غورځیدلی او ټپي شوی.

له مذاکراتو وروسته لوبه
پوتین پرون د سوریې د بحران په اړه په یوګ اسپورت کې تر درې اړخیزو مذاکراتو وروسته د روسیې د جودو له اتل بسلان مودرانوف سره لوبه وکړه.
د دغې لوبې پر وخت د پوتین یوه ګوته خوږه شوې ده.

تر ژوبلیدو وروسته خبرې
ولادیمیر پوتین له ژوبلیدو وروسته رسنیو ته ویلي، چې ورزش کول یې د روحیې په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

پوتین ۶۵ کلن دی، خو د ورزش په برکت له دغه عمر څخه په کراتو- کراتو ځوان معلومیږي.

پوتین د جودو ترڅنګ نورې لوبې هم کوي؛ هغه له اس ځغلونې، لمبا، غېږ نیونې او ورته نورو لوبو شوقي هم دی.

دغه جذاب ولسمشر د ورته جالبو کارونو او مقتدرو سیاستونو له کبله یې د نړۍ له تر ټولو جذابو څېرو او سیاستوالو څخه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي