کریملین: فاکس نیوز دې له پوتین څخه بښنه وغواړي

روسیې له فاکس نیوز څخه غوښتي چې ددغه هیواد له ولسمشر ولادیمرپوتین څخه بښنه وغواړي. فاکس نیوز د ډونالډ ټرمپ سره په مرکه کې ولسمشر پوتین ته د قاتل خطاب کړی.

د ولسمشر ټرمپ سره د مرکې پر مهال د خپرونې کوربه، بیل او ریلي له ټرمپ څخه د روسیې سره د اړیکو په تړاو وپوښتل، او ځینې تبصرې يې هم وکړې.

ولسمشر ټرمپ ورته وویل، چې د روسيې ولسمشر ته احترام وکړه او پسې زیاته يې کړه:

((بهتره داده، چې موږ د روسیې سره ښې اړیکې ولرو.))

د پروګرام کوربه ریلي وویل: ((مګر هغه خو قاتل دی. پوتین قاتل دی.)) نوموړي، ولسمشر پوتین په اوکراین او سوریه کې د خلکو په وژلو تورن کړ.

ټرمپ يې په ځواب کې وویل:

”دلته زیات قاتلین دي. موږ ډیر قاتلین لرو. ته څه فکر کوې، چې زموږ هیواد بیګناه دی؟!“

ټرمپ زیاته کړه: ” یو ځل وګوره. موږ څه کړي. موږ هم ډیرې تیروتنې کړې دي.“

ټرمپ د عراق جګړه یاده کړه، چې دې ورسره مخالف دی.

کریملین په یوه بیانه کې ویلي، چې دوې د فاکس نیوز د کوربه خبرې سپکاوی بولي او د منلو وړ يې نه ګڼي.

بیانه زیاتوي: ”موږ د یاد ټلویزون څخه غواړو چې له ولسمشر پوتین څخه بښنه وغواړي.“

د جنوري په وروستیو کې ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین په ټیلفون هم خبرې کړې وې.

دا د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ لومړۍ ټیلفوني خبرې وې، چې د ښاغلي پوتین سره وشوې. کرمیلن هغه ټیلفوني تماس مثبت او رغوونکی بللی و.

کریملین وايي، چې دواړه مشران به مخامخ په نژدې څوو میاشتو کې سره کیني؛ خو دا د اوونیو خبره نه ده؛ د میاشتو ده.

کریملین زیاتوي، چې په تیرو څو کلونو کې د متقابل احترام نشتون، د امریکې او روسیې اړیکې زیانمنې کړې وې؛ او دا مهمه وه، چې د روسیې او سپینې ماڼۍ ترمینځ خبرې وشوې.

د فاکس نیوز او ټرمپ مرکه د تیرې یکشنبې په ورځ خپره شوه.

ټرمپ یو ځل بیا ددې له امله د جمهوریت غوښتونکو له انتقادونو سره مخ شو، چې په عراق يې د امریکا برید، د پوتین له کړونو سره تشبیه کړ. دوې ادعا کوي، چې په احلاقي لحاظ د امریکا او روسیې په پوځې مداخلو کې ډیر فرق دی.

دوې پوتین د کی جي بي اجینټ بولي.

نور په یاران کې :

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */