رسنۍ سیاست

پاکستاني رسنیو ته شرم؛ یو ځل یې بیا د پښتنو د مظلومیت پر ناره غوږونه کاڼه کړل

لیکنه: ګلاب هېواد

د پېښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ په پېښور کې د کوزو پښتنو د بیلابیلو سیمو څخه د راټولو شویو شا او خوا سل زره کسانو غونډه د پېښور نه بلکې د پاکستان په تاریخ کې یوه ستره غونډه وه. د غونډې غوښتنې د امن او د پاکستان د قانون په چوکات د پښتنو د ابتدايي حقونو وې. په غونډه کې ګډونوالو یوازې دا پوښتنه کوله چې د دوی په سیمو کې اور ولې بل دی؟ چا بل کړئ؟ څوک یې تودوي؟ او د هغو د محکمې غوښتنه یې درلوده.

دا هماغه غوښتنې دي چې د پاکستان ریاست او پوځ یې وارخطا کړي. دوی ددې سترې غونډې په تنظیمونکو د غدارۍ د تورونه لګولي او هڅه کوي چې په یوه او بله لاره د پښتونو ژغورنې د غورځنګ هلې ځلې محدودې کړي.

په دې لړ کې د پاکستان تش په نوم ازادې رسنیو چې ګڼې یې د پاکستان له پوځي ادارو سره تړلي، د یکشنبې د ورځې په دې ستره او تاریخي غونډه په یو مخ سترګې پټې کړې. دا غونډه چې په کې د راټولو شویو خلکو د شمیر او له ترهګرۍ او ناامنۍ سره د تړلو خلکو د اواز له پلوه یې، د پاکستان ټول ولس ته تر بل هر څه ډیر خبري او مهم اړخونه لرل، پاکستاني رسنیو یوازې په دې خاطر له پامه وغورځوله چې ګوندې په دې توګه به وکولی شي، د پښتنو د مظلومیت غږ غلی وساتي.

د یکشنبې په ورځ د دنیا نیوز د اردو پاڼې ، په ځايي وخت د ماسخوتن د یولس بجو پر مهال اخیستل شوی سکرین شاټ

د امریکا غږ ډیوې راډیو خبریال فاروق فراق د پېښور ددې غونډې څخه په خپل راپور کې وايي:

دجلسې میدان کې دکنټینرو په مدد یو لویې سټیج جوړ کړل شوی ؤ اؤ دمیډیا د کوریج دپاره بيل کنټینر ودرؤل شوی ؤ.دغه جلسې ته دپاکستان دبیلابیلو ټي وي چینلو ډي سي این جی یانې یا د کوریج ګاډي ورغلي وؤ خو په جلسه ګاه کې موجودو ددغو چینلو خبریالانو یو بل ته په جار ویل چې زمونږ چینلې دا جلسه ښایي نه خو هسې یې رالیږلي وؤ.

د اردو ژبې د ستر پاکستاني چینل دیو رپورټر(چې نوم اخستل یې مصلحتاً مناسب نه ګڼو) دخولې نه خو په خندا کې داخبره هم وختله چې “مونږ یې ځکه رالیږلي یو چې که چرته بم خلاص شي ، یا بله بده پېښه وشي نو چې خبر یې ورکړو“

نو پاکستاني رسنیو نن خپاره کړي څه دي

راځئ دلته وګورو چې د پاکستان د مخکښو څو رسنیو سرلیکونه څه دي؟ د جیو تلویزون چې ځان د پاکستان د ازادو خصوصي رسنیو مخکښ بولي په خپله ویب پاڼه د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین د یو مالیاتي فرمان په اړه خپل د سر خبر چمتو کړی. همدارنګه یو بل خبر یې د عمران خان د هغو څرګندونو په اړه دی چې ۲۰۱۸ م کال یې د پاکستان د بدلون کال بللی. د بلاول بټو د څرګندونو، راتلونکو انتخاباتو او په اسلام کې د امریکا د سفارت د ټکر په پېښه کې د یو ځوان هلاکت خبر یې هم په سرټکیو کې دی. خو د جیو تلویزون په انګلیسي او اردو دواړو پاڼو کې یو ټکی هم د پېښور د سترې جلسې په اړه نه دی لیکل شوی.

د یکشنبې په ورځ د جیو نیوز د اردو پاڼې ، په ځايي وخت د ماسخوتن د یولس بجو پر مهال اخیستل شوی سکرین شاټ

ډان ټلویزون او اخبار هم همدا حال دی. دوی د عمران د هغو څرګندونو راپور خو لري چې ۲۰۱۸ م کال یې د نوې پاکستان کال بللی، خو د پېښور د لسګونو زره کسانو غونډه دې ظاهرا معتبرې پاکستاني رسنۍ په بشپړه توګه له پامه غورځولې ده.

د یکشنبې په ورځ د اې ار واۍ د اردو پاڼې ، په ځايي وخت د ماسخوتن د یولس بجو پر مهال اخیستل شوی سکرین شاټ

اې ار واۍ، دنیا ټي وي، اب تک، بول او ګڼو نورو پاکستاني رسنیو په یو مخ د پېښور په ننۍ غونډه سترګې پټې کړي او د پاکستان دننه ددې لویې خبرې مسلې په اړه یې یو ټکی هم نه دی خپور کړی. ما یوازې په سما او خیبر نیوز تلویزونونو په ویب پاڼو د پېښور د ننۍ غونډې په اړه جزییات وموندلی شول.

د یکشنبې په ورځ د نیوز ۲۴د اردو پاڼې ، په ځايي وخت د ماسخوتن د یولس بجو پر مهال اخیستل شوی سکرین شاټ

حیرانوونکې دا ده چې دا ټولې رسنۍ چې ظاهرا هر څه د هندوستان په دښمنۍ پورې تړي په ننیو راپورونو کې یې تاسو د هندوستان د سینمايي ستورې سلمان خان دقضیې په اړه او همدارنګه د هند په کورني سیاست، کلتور او هنر پورې د تړلو ګڼو نورو مسلو په اړه لسګونه تفصیلي راپورونه لوستلی شئ.

خو ایا دوی د پښتون ژغورنې ننۍ ناره خاموشه کړی شوه؟

نه، ځکه پاکستاني رسنیو دا له یاده ایستلي چې یو ویشتمه پیړۍ نوره د سنتي رسنیو د واک پیړۍ نه ده، او د دوی نه کوریج د میلونونو پښتنو غږ نه شي خاموشه کولی. د پېښور ستره او تاریخي غونډه کې ددې رسنیو له پوښښ پرته چې د چمتوالي په اړه یې هیڅ نه ویل، تر هغې څو چنده زیات کسان راټول شوي وو چې د غونډې تنظمیوونکو یې اټکل کاوه او ورته یې چمتوالی نیولی و. نه یوازې چې په غونډه کې راټول شوي لسګونه زره کسانو د خپلو حقونو په اړه د منظور احمد په څیر د خپلو ځوانو مشرانو ویناوې واوریدې، بلکې د ټولنیزو رسنیو له لارې د غونډې د برخه والو د حق غوښتنې نارې په مستقیمه توګه په ټول پاکستان او نړۍ کې په میلونو پښتنو په ژوندۍ بڼه وکتلې ، وایې وریدلې، بحث یې پر وکړ، او د غونډې ویډیوګانې لا هم په فیسبوک، ټویټر او نورو انلاین رسنیو کې لاس په لاس کیږي.

په دې سترګو پټولو پاکستاني رسنۍ، د پښتنو د روا حقونو غوښتنه نه شي خاموشه کولی، بلکې د کوزې پښتونخوا د پښتنو دا احساس نور هم پیاوړی کوي چې دوی یوازې د پاکستاني ریاست او پوځ لپاره پردي نه دي، بلکې د پنجاب په مشرۍ د پاکستان د تش په نوم مدني او مطبوعاتي بنسټونو لپاره هم دوی پردی دي او دا تش په نوم مدني سازمانونه او رسنۍ د کوزې پښتونخوا ولس ته په انساني حقونو قایلې نه دي.

د پاکستان د رسنیو دا چلند د بیان پر ازادۍ او په نړۍ کې د رسنیو پر نوم هم مسخرې دي، او که زه د کومې پاکستاني رسنۍ چلونکی او یا همکار وی، نو له زړه وایم چې نن به مې د شرم او خجالت احساس کاوه….

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد