سپورټ نړیوال کرکټ

د پاکستان سوپر لیګ لانجه: ځیني مهم لوبغاړي پاکستان ته نه ځي، بهانې کوي

د پاکستان سوپر لیګ تر ټولو لویه مسئله داده چې په متحده عربي اماراتو کې مینوال نه لري او پاکستان ته لوبغاړي نه ځي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالي په متحده اماراتو کې ختمېدونکی دي او د روانې میلادي مارچ میاشتې له نهمې نېټې به په پاکستان کې دغه سیالۍ شروع کیږي.

په دې کې به شک نه وي چې په پاکستان کې به د دغه لیګ لپاره خلک په بې صبرۍ انتظار کوي او په دې هم پوهیږي چې هغه لوبغالي چې په دوبۍ کې څومره خالي وه نو په پاکستان کې هغوي ډک وي.

په پي ایس ایل کې پاکستان ته له رسېدو وړاندې ځينې مشهور لوبغاړي د خپلو لوبډلو څخه بېل شوي دي.

لاهور قلندر لوبډلې لا له وړاندي خپل مشهور لوبغاړی ای بي ډي ويلیئیرز له لاسه ورکړی نوموړي اعلان وکړ چې د ملا ټپونو له امله نشي کولی پاکستان ته ولاړ شي.

د ملتان سلطانز لوبډلې لوبغاړي انډري رسل او د لاهور قلندرز کارلوس بریت وایټ د ویسټ انډیز لوبډلې کې د شاملېدو له امله پي ایس ایل پرېښوده.

کوئټه ګلیډي ایټرز هغه لوبډله ده چې په تېر کې يې ډېرو بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته د نه تللو ویلي او دغې لوبډله تر ټولو ډېر زیان لیدلی، دا ځل یې پیلیز لوبغاړي شین واټسن پاکستان ته له تګ انکار کړی، رایلي رؤسو، ډواین براو او فواد احمد پاکستان ته د تللو لپاره چمتوالی ښودلی.

اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې دا ځل د انګلینډ توپ وهونکی ای این بیل له ځانه سره لره خو نوموړي فزیکي حالت د لوبو لپاره برابر نه وه همدا لامل وه چې پاکستان ته یې تګ پاتې شو.

د رپوټ له مخې، د اسلام اباد یونائیټید نور ټول بهرني لوبغاړي د پاکستان تګ لپاره چمتو دي چې په کې فلپ سالټ، کیمرون ډيل پورټ او سمیت پټيل هم شامل دی.

ملتان سطانز لوبډلې پي ایس ایل پلي اف ته له رسېدو وړاندې له لوبو بهر شوې اوس یې صرف یوه لوبه د لاهور قلندر سره پاتې ده.

د ملتان لوبډلې منیجر ندیم خان له قوله بي بي سي اردو ویپاڼي لیکلي چې د دوی ټول بهرني لوبغاړي پاکستان ته د تګ لپاره اماده دي.

د کراچۍ کینګز لوبډلې ویاند ویلي چې ددوی بهرني کرکټران به هم پاکستان کې وي چې په کې کالن منرو، کالن انګرام، لونګ سټون، سکندر رضا او روي بوپاره هم شته.

پشاور زلمي هغه لوبډله ده چې ټول لوبغاړي یې پاکستان ته ځي، د دغه ټیم مشر جاوید افریدي ویلي چې دا ځل يې ټول لوبغاړي پاکستان ته تګ لپاره چمتو دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی