له اسلام اباد وروسته کراچۍ او کویټې لوبډلو لمړۍ بریاوې خپلې کړې !

د پاکستان سوپر لیګ ۴ م پړاو ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو د لمړۍ لوبې وروسته، چې پکې د تیر کال اتلې اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې د لاهور قلندرز خلاف بریا خپله کړه؛ ورپسې په دویمه سیالۍ کې کراچې کینګز د ملطان سلطانز او کویټې ګلیډ ایټرزد پیښور زلمي  لوبډلې ته ماته ورکړه.

 د (PSL) په نوم پاکستان سوپر لیګ سیالیو څلورم پړاو لوبې دوه ورځې وړاندې د جمعې په شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شوې، چې د لمړۍ لوبې وروسته په دویمه سیالۍ کې کراچۍ کینګز لوبډلې د ملطان سلطانز لوبډلې خلاف د ۸ منډو په توپیر سره بریا خپله کړه.

همدا راز د دغه لیګ سیالیو په دریمه لوبه کې کویټې ګلیډ ایټیرز لوبډلې پیښور زلمي لوبډلې سره سیالۍ کې مخ شوه، چې پکې کویټې د خپلې سیالې زلمي لوبډلې پر وړاندې د ۶ ویکټو په شتون بریا خپله کړه.

 د پیل شویو سیالیو په څلورمه لوبه کې به نن ۴ بجې اسلام آباد یونایټیډ د ملطان سلطان او ورپسې ۵ مه لوبه کې به د شپې ۸ نیمو بجو کراچۍ کینګز د لاهور قلندرز سره سیالي ترسره کړي.

دغه سوداګریزې لوبې د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۱۷ مه نېټې پورې دوام وکړي، چې وروستۍ ۸ لوبې به یې د پاکستان په لاهور او کراچۍ کې ترسره شي.