سپورټ نړیوال کرکټ

پي سي ایل: د تیرکال اتلې لوبډلې، لیګ په خپله بریا پرانیست

اسلام اباد یونایټیډ په لمړۍ سیالۍ کې د لاهور قلندرز خلاف بریا خپله کړه !

د پاکستان سوپر لیګ ۴ م پړاو ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو په لمړۍ لوبه کې د تیر کال دفاعي اتلې اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې بریا خپله کړه.

 د (PSL) یا پاکستان سوپر لیګ سیالیو څلورم پړاو لوبې بیګا شپه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، چې په لمړۍ لوبه کې یې اسلام اباد یونایټید د لاهور قلندرز لوبډلې سره سیالۍ کې مخ وه.

 په سیالۍ کې لاهور لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوپنر فخر زمان د ۶۵ منډو پرمټ ۱۷۱ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې اسلام آباد لوبډله له دفاع څخه ایساره نه کړی شوه.

 که څه هم په سیالۍ کې د لاهور قلندرز لوبډلې تیز بالر راحت علي په لمړیو کې ۴ لوبغاړي وسوځول، خو د اسلام آباد په ګټه د اصف علي ۳۷ او فهیم اشرف ۳۵ چټکو منډې مخکې خنډ جوړې شوې.

 په دویمه سیالۍ کې به د مازیګر په ۴ بجو کراچۍ کینګز لوبډله د ملطان سلطانز او د شپې د ۹ بجو د لیګ دریمې سیالۍ کې به پیښور زلمي لوبډله د کویټې ګلیډ ایډیټرز خلاف بخت و ازمايي.

 ګډون کونکې ۶ واړه لوبډلې دوه ځل په لمړۍ پړاو کې یو بل سره مخ کیږي، چې ترې ګټونکې مخکښې لوبډلې به دویم پړاو ته ورسیږي.

 د څلورم پړاو دا لوبې به د ټول ټال ۳۴ سیالیو وروسته د راتلونکې مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه پای ته ورسیږي، چې پکې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی