سپورټ نړیوال کرکټ

د پاکستان سوپر لیګ کرکټ پای ته ورسیدل

د پاکستان سوپرلیګ څلورم پړاؤ سیالۍ د کويټې ګلیډي ایټرز په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغه لیګ وروستۍ لوبه د پیښور زلمیانو او کویټې لوبډلې تر منځ تر سره شوه چې د کويټې لوبډلې له یو طرفه لوبې وروسته وکولی شول مقابله لوبډله ښه په اسانۍ له ماتې سره مخ کړي.

په دغه سیالۍ پچه د کویټې لوبډلې لوبډلمشر سرفراز وګټله او پيښور لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
خو د پېښور زلمو لوبډلې لومړیو توپ وهوونکو کامران اکمل او امام الحق خپلې لوبډلې ته ښه پيل ورنکړی شو.

په دوهم اور کې امام الحق په دریو منډو محمد حسین ته خپله ویکټ د احمد شهزاد په لاسو د کیچ اخیستو وروسته ورکړه.

په څلورم اور کې کامران اکمل هم د ۲۱ منډو په جوړولو بولډ شو او ترې وروسته صهیب مقصود هم په ۲۰ توپونو ۲۰ منډې وکړي او وسوځېده.

عمر امین ۳۸ منډو پاڼۍ تر سره کړه، ګل نبي ۹ او کیرون پولارډ منډو په کولو بېرته پاویلین ته ستون شو.

ډیرن سیمي ۱۸ او وهاب ریاض ۱۲ منډو په کولو سره د پېښور زلمو د لوبډلې په ټاکلو اورو ټولې منډې ۱۳۸ شوې او اته لوبغاړي یې له لاسه ورکړه.

د کويټې لوبډلې له لوري ځوان تیز توپ اچوونکي محمد حسنین ۳۰ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

د کویټې لوبډلې له لوري پيل اسټرلیاوي شین واټسن او احمد شهزاد وکړ، خو شین واټسن د خپل پيل ملګري ډېره ملتیا ونکړه او په ۷ منډو وسوځېده او عمر امین یو ښکلی رن اوټ تر سره کړ.

ورپسې احسن علي په ۲۵ منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړه خو ترې وروسته احمد شهزاد او ریلی رسو مسؤلیت منوونکی بیټنګ وکړه او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.

احمد شهزاد ۵۹ منډې وکړې او روسو بیا ۳۹ منډو په کولو دواړه له میدانه ناسوځیدلي له بریا سره ووتل او ورکړل شوی هدف یې د دوو لوبغاړو په زیان په ۱۸م اور کې پوره کړ.

د پاکستان د سوپر لیګ وروستۍ سیالۍ په کراچۍ کې تر سره شوي او د پاکستان کرکټ بورډ ډېره هڅه وکړه تر څو دغه سیالۍ په پاکستان کې په ښه ډول سره تر سره شي.

د پاکستان سوپر لیګ له دویم پړاو راهیسي د پاکستان بورډ په دې هڅه کې دی چې نړیوال لوبغاړي دې ته راضي کړي تر څو په پاکستان کې یو ځل بیا نړیوال کرکټ پيل کړي، خو د پي ایس ایل د لوبو پر مهال په ډېرو زاریو لوبغاړي راضي کړي.

دا چې د پاکستان بورډ دغه هڅه به څومره رنګ راوړي دا به وروسته معلومه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی