خواړه روغه سټه

هغه خواړه چې د اوړې په سوزنده لمر کې مو د پوستکي ساتنه کوي

لیکواله: ډاکټره چیترا انند – جلدي متخصصه
ژباړه: شمیم اتل

د اوړي تودخه او لمر دواړه د پوستکي لپاره زیان رسولی شي. همدارنګه د اوړې په توده هوا کې چې وجود زیاتې اوبه ضایع کوي، ښه او مناسب خواړه ستاسو مقاومت د تود لمر او تودې هوا په وړاندې زیاتولی شي.

اوړی په بېلابیلو هیوادونو کې له ځان سره تازه میوې او تازه خواړه راوړي چې ښه ده یو څوک ترې ښه او په مناسبه توګه ګټه واخلي.

دلته څو داسې خواړه درته په ګوته کوو چې د اوړې د سوزنده لمر په وړاندې مو د پوستکي په ساتلو کې چې د وجود د دفاع لومړی مورچل دی مرسته کوي.

جوار

اوړی د ډاډو، او تازه ایشیدلو جوارو فصل دی. پوهیږئ چې په جوارو کې لوتئین او زیگزانتین مواد شته چې دا لکه د لمر ضد هندارو په څیر ستاسو پوستکی د سوزنده لمر په وړاندې پیاوړی کوي. دا ستاسو په پوستکي کې د فلتر هغه طبیعي عملیه پیاوړي کوي چې وجود ته د لمر د مضرو وړانګو د ننوتو مخه نیسي.

زیړ جوار همدارنګه د بتاکاروتن په نوم د موادو ښه سرچینه ده چې ویټامین اې جوړوي او ستاسو د پوستکي په روغ ساتلو کې مرسته کوي.

په جوارو کې ګڼ نور ګټور مواد هم شته چې د پوستکي په حفاظت کې له تاسو سره کومک کوي.

په ایشولي شکل د جوارو خوړل یا یې له سلاد سره یوځای کول یې تر ټولو غوره طریقه ده.

 

رومي بانجان

رومي بانجان هغه څه چې وړي کې ډیر پیدا کیږي، ستاسو د وجود د پوستکي تر ټولو ښه ساتونکي دي.
څیړنو ښودلې چې په رومي بانجانو کې شته بیلابیل لیکوپن د اوړي د سوزنده لمر په وړاندې ستاسو د جلد مقاومت زیاتوي. رومي بانجان او له رومي بانجانو څخه جوړ شوي نور خواړه ستاسو پوستکي ته د اکسیجن بهیر ښه کوي او د عمر د تیریدو لوړې ژورې مو پر مخ زر نه څرګندیږي.

 

شنه کدوان، ټینډۍ او تورۍ

کیدای شي له شنه کدو سره مو جوړه نه وي خو دا له کلسیمو، مګنیزیمو، ویټامین اې او سي او فولاتو ډکې دي.

همدارنګه د وینې د لوړ فشار لپاره ګټور خواړه دي او زړه موږ روغ ساتي .

پر دې سربیره فلزات هم لري. دا ټول مواد پر نورو ګټو سربیره د جلد په تازه ګۍ او حفاظت کې مرسته کوي.

 

هندواڼې

پر دې سربیره چې په هنداوڼو کې شته لیکوپین مو جلد د لمر په وړاندې مقاوم کوي، هندواڼې په سلو کې ۹۲ برخه اوبه لري چې چې ستاسو د وجود د اوبو د کمي مخه نیسي.

کله مو چې وجود کافي اوبه ولري د کولاګین نومې موادو تولید زیاتیږي چې ورسره ستاسو پوستکی تازه او ځوانیږي.

په هندواڼو او د هندواڼو په پوستکي کې نور ګټور مواد هم شته چې مرسته کوي پر جلد مو شته داغونه او د عمر تیریدو نښې کمې کړي.

 


مځکي توت یا سټراوبري

ځمکني توت په زیاته پیمانه ایلژیک اسید لري . دا داسې مواد چې د د پوستکې ګونځې او داغونه کموي او په پوستکي کولاګین نومي موادو تولید زیاتوي چې پوستکی کش کړی او تازه ساتي.

دا همدارنګه پوستکی د لمر د مضرو ( UVA او UVB) وړانګو په مقابل کې ساتي. په مځکني توت کې شته ویټامین سي هم مرسته کوي چې پوستکی مو نرم او تازه و اوسي. همدارنګه دا میوه د میلانین په نوم د هغو موادو د تنظیم لپاره هم کافي ویټامین سي برابروي چې ستاسو د پوستکي رنګ جوړوي.

البته په وړي که په کافي اندازه اوبه څښل هم له یاده مه باسئ اوبه نه یوازې ستاسو وجود په توده هوا کې سوړ ساتي بلکې په اوړې کې د پوستکي د ساتنې لپاره مهم او حیاتي رول لري.

روغتیايي کارکونکي سپارښتنه کوي چې د اوړي په توده هوا کې که تږې هم نه یئ اوبه وڅښئ. څو مو د تودې هوا او سوزنده لمر په وړاندې خپل جلد پیاوړی کړی وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */