سپورټ کورنی کرکټ

هلمند په ولایتي سېالیو کي نیمروز ته ماته ورکړه او دوهم پړاو ته یې لار پیدا کړه.

راپور: عبدالله عادل

د کندهار ولایت پر سیمه ییز کرکټ لوبغالي د کرکټ ۵۰ اوریزه ولایتي سېالیو په لړ کښي تېره ورځ د هلمند لوبډلي نیمروز ته د ۸۷ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د لوبي پچه (ټاس) د نیمروز لوبډلي وګټل او مقابله لوبډله هلمند یې توپ وهني ته دعوت کړه چي هلمند ورته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۴۱۱ منډو هدف وټاکه.

د هلمند لپاره په توپ وهنه کي شریف الله ۸۵ زلمي خان ۵۹ او عبدالنافي ۵۵ منډي جوړي کړې.

د نیمروز لپاره په توپ اچوونه کي قدرت الله ۳ ویکټي ترلاسه کړې.

د نیمروز لوبډلي ټاکل سوی هدف پوره نکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۴۶.۳ اورونو کي ۳۲۳ منډي جوړي کړې او لوبه یې وبایلله.

د نیمروز له لوري په توپ وهنه کی محیب الله ۸۲ خدای نور ۷۵ او صدیق الله ۵۵ منډي جوړي کړې.

د هلمند له لوري په توپ اچونه کي عبدالباري کاکړ ۴ او حکیم خان ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبي غوره لوبغاړی شریف الله ونومول سو چي ۸۵ منډي یې جوړي کړي وې.

هلمند ولایت د دوو لوبو په ګټلو سره د روانو ولایتي چیلینچ کپ سېالیو دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه .

د یادوني وړ ده چي ددې سېالیو د دوهم ګروپ لوبي راتلونکې چهارشنبه د هرات او روزګان ترمنځ په لوبي سره پیل سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی