ځوانان او زده کړې د افغانستان پوهنتونونه

د خصوصي پوهنتونونو سمیسترونه اوږده شوله؛ زده کوونکي یې ناسم او پوهنتونونه یې پرځای ګام بولي

لیکنه: الما افغان

د خصوصي پوهنتونونو تحصیلې دوره د دولتي پوهنتونو سره د مودې د مساوي والې په پلمه وغځیده. خو دا کار ډیری محصلین په خپل زیان بولي.

وږمه چې، د د دولسم ټولګي فارغه شوې او غواړي په یو خصوصي پوهنتون کې زده کړي وکړي وايي:

«تیرکال د د دولتي کانکور له لارې مې خپل د خوښې پوهنځي طب ته لاره ونه موندله خو اوس غواړم خپله هیله په یو خصوصوي پوهنتون کې پوره کړم، پخوا سیستم بدل وو په لسو میاشتو کې دوه سمستره لوستل کیدل خو اوس باید په دولسو میاشتو کې دوه سمستره ووایو چې، دا مو وخت ضایع کوي، ځکه که موږ درس زده کوو نو: په پینځو میاشتو کې یې هم زده کوو او که يې نه زده کوو نو: په شپږ میاشتو کې هم زده کړي نه کیږي.

د محصلینو والدین هم د خصوصي پوهنتونونو تحصیلي دورې غځیدلو اندیښمن کړي.

ناظر خان چې دوه زامن او یوه لور يې په شخصي پوهنتونو کې زده کړې کوي وايي:

«زه یو دوکاندار یم او دا به ماته د اقتصاد له پلوه ډیر زیان وکړي چې، زه دې د خپلو اولادونو فیسونو ته سمه رسیدنه وکړم، ځکه دا په ما یو ډول فشار دی چې، د پینځو میاشتو پرځای دې یوه، یوه میاشت اضافه فیس ورکړم.»

دې سره همهاله د خصوصي پوهنتونونو مسوولین بیا دا چاره هم د زده کړیالانو او هم د پوهنتونو په ګټه بولي.

د روښان د لوړو زده کړو موسسې تدریسې مرستیال فاتح ګل شینواری وايي:

«د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا دا فیصله له پخوا کړې وه چې لکه څنګه دولتي پوهنتونه په یو کال کې دوه سمستره وايي شخصي پوهنتونونه هم باید ورسره یوشان شي.»

په خصوصي پوهنتونونو کې به پخوا یو محصل په یو کال کې دوه نیم سمستره لوستل چې، دې چارې به محصل ډیر بوخت ساته.
اوس اکثریت خصوصي پوهنتونونه پدې سلاح شوي چې، تحصلي دوره وغځوي او په کال کې دوه سمستره بشپړ کړي، نه دوه نیم.

ښاغلی شینواری زیاتوي؛ د هر سیمیستر وروسته محصل ته شاوخوا پینځلس ورځې رخصت هم د راتلونکي سمستر لپاره محصل آماده کوي او هم هغه محصل ته ښه فرصت دی چې، په ځینو مضامینو کې چانس ورکول کیږي، څو درس زده او د نورو نوو درسونو له فشار څخه خلاص واوسي، د ادارې لپاره يې ارزښت پدې کې دی چې د هر سمستر وروسته د لوړو زده کړو وزارت کوم نتایج غواړي نو پوهنتون يې باید د فرصت نه په استعفادي وزارت ته وسپاري.

په ټوله کې زده کړیالانو ته د زده کړو ښه فرصت، د پریزینټیشنونو او څیړنو لپاره کافي وخت، د محصل سمه روزنه او په ټولو مضامینو کې د کریکولم سم تطبیق کیدل هغه څه دي چې، فاتح ګل شینواری يې په خصوصي پوهنتونو کې د مودې د غځیدو ګټه بولي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده