د محرمیت پالیسي

 

یاران.کام ستاسو له خوا دې ویب پاڼې او په یاران.کام پورې اړوندې فیسبوک پاڼې ته د ورکړل شویو شخصي او نورو معلومات په اړه د خپلې پالیسۍ مهم ټکي په لاندې توګه درسره شریکوي.

• یاران.کام د کارولو لپاره له تاسو څخه خصوصي معلومات نه غواړي. تاسو پرته له دې چې په یاران.کام کې خپل نوم ، برېښنالیک یا نور شخصي معلومات ورکړئ، زموږ لیکنې او مطالب لوستلی او کتلی شئ.

• که چیرې تاسو یاران ته لیکنې راستوئ، نو یاران حق لري چې ستاسو په نوم ستاسو د لیکنو د خپراوي یا نه خپراوي په اړه پریکړه وکړي.

• که چیرې تاسو خپله د یاران په تبصرو کې خپل شخصي معلومات ( لکه خپل بشپړ نوم، ایمیل، برېښنالیک، ټیلفون شمیره او نور…) ولیکئ نو یاران یې د پټ پاتې کیدو تضمین نه کوي او ممکنه ده چې پر پاڼه څرګند او خپاره شي.

• د یاران.کام ویب پاڼې او د یاران د فیسبوک پاڼې د کارونکو تبصرې سره تړلي دي. داسې که تاسو په فیسبوک کې د یاران پر لیکنو تبصره وکړئ هغه د یاران پر ویب پاڼه هم خپریږي. په ورته توګه که د یاران پر ویب پاڼه کې پر کومه لیکنه تبصره وکړئ، ممکنه ده چې د یاران پر فیسبوک پاڼه خپره شي. نو تاسو چې کله هم د یاران پر مطالبو تبصرې کوئ، باید به دې سره موافق و اوسئ.

• ستاسو له خوا یاران.کام ته د ایمیل او یا هم د فیسبوک د پیغامونو له لارې راغلي لیکونه، پیغامونه، وړاندیزونه، پوښتنې او پیشنهادونه که د خپراوي لپاره مو نه وي را استولي، یاران له ځان سره خوندي ساتي او نه یې خپروي. موږ ژمن یوو چې ستاسو راکړي شخصي معلومات هم له درییم لوري سره نه شریکوو.

• یاران.کام پر خپل ویب پاڼه او فیسبوک پاڼه ستاسو د خپرو شویو لیکنو او تبصرو د پرېښودولو او یا لرې کولو حق ځان سره ساتي او هر وخت چې وغواړي ستاسو تبصرې یا لیکنې له پاڼې پاکولی شي. موږ خپلو کارونکو او لیکوالو ته هیڅ ډول تضمین نه ورکوو چې د دوی لیکنې او تبصرې به تل زموږ پر ویب پاڼه پاتې وي. ښه داده چې خپلې لیکنې چې درته مهمې دي خپله ځان سره خوندي وساتئ. پر یاران د خپلو لیکنو د زیرمتون حساب مه کوئ.

• تاسو چې کله هم یاران.کام ته د خپریدو په اړه کومه لیکنه راستوئ. نو یاران. کام له دې پالیسۍ سره باید موافق و اوسئ چې ستاسو لیکنه تاسو ته له مادي یا نورو امتیازونو پرته خپروو. که تاسو د خپلو لیکنو په بدل کې د مادي یا بل امتیاز غوښتونکي یئ نو یاران.کام ته یې د خپریدو لپاره مه استوئ.

• د یاران فیسبوک پاڼه، د فیسبوک د انلاین کمونیټۍ د ټاکلو اصولو سره سم چلن کوي.

تاسو باید یاران. کام ته د هر ډول شخصي معلوماتو له ورکولو مخکې، له پورته یادونو سره موافق اوسئ.

د یاران.کام چلونکي
editor@yaraan.com

/* ]]> */