ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه

هغه څه چې ویل کیږي د زکام د مخنیوي لپاره باید وشي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د ژمي په راتلو د سړې هوا له امله د نورو ناروغیو تر څنګه د هوا الرجي او ذکام خلک ډېر په تکليفوي.

له ذکامه د ځان ژغورنې لپاره څو اسانه لارې چارې درسره شريکوو چې په مرسته یې کولای شئ له یادې ناروغۍ ځان په امان کې وساتئ:

۱- ورزش وکړئ
روغتیاپالان وايي، چې په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه يو ساعت ورزش انسان تندرست ساتي.

خو د دې ناروغۍ لپاره دا لازمه نه ده، چې خامخا دې ډېر او رسمي ورزش وکړئ، بلکې په زينو کې کښته پورته ختل او څلويښت قدمه هم سړی له زکامه ژغورلی شي.

۲- ګټور خواړه وخورئ
د زکام لپاره ښه لاره دا ده، چې سړی بايد له ډېرو غوړو او خوږو خوراکونو ځان وژغورئ. سبزي، ميوې او لږ پروټين لرونکي خوراکونه استعمال کړي او دې کې تر ټولو اغېزمن او ګټور شی زنک یا جست دي، چې د فلو وايرس په مخنيوي کې ښه رول لري.

۳- لاس پاک وساتئ
له زکامه د ځان ساتلو يوه اسانه طريقه دا ده، چې هر وخت بايد خپل لاسونه په صابون پاک ومينځل شي، ځکه چې فلو وايرس ډېر وخت، د ټوخي، او پوزې له لارې بل ته انتقاليږي.

پر زکام اخته ناروغ خپل لاس په خوله او پوزه وهي او دغه لاس بيا بل روغ سړي سره لګيږي، چې هغه يې بيا خپلې پوزې او خولې ته وړي، نو ښه طريقه دا ده، چې تل بايد خپل لاسونه په صابون ومينځو او له دې ناروغۍ ځانونه وژغورو.

۴- له هوږې واخلئ
هوږه د جراثيمو په وژلو او له منځه وړلو کې ډېره مشهوره ده او ژمي کې پر بدن د بکټيريا او نورو وايرسونو په مخنيوي کې ډېر کار کوي.

۵- اوبه وڅښئ
په ژمې کې ډېری خلک د سړې هوا له امله له کوره نه راوځي او د کور ګرمو کوټو کې وخت تېروي، چې ورسره د بدن لوندوالی کميږي او دغه مهال د بدن دفاعي حالت کمزوری کيږي، مګر له دې حالته د ځان ژغورنې لپاره ښه دا ده، چې سړی د خپل بدن اوبه پوره وساتي او وخت پر وخت په مناسبه اندازه اوبه وڅښي.

۶- ځان خوشاله وساتئ
خوشالي، مثبته رويه او خندا خو انسان د ژوند په هر ډګر کې بريا ته رسوي او د دې تر څنګ که څوک خاندي، نو يوه اضافي ګټه يې دا هم ده، چې تر ډېره به له زکامه خوندي وي.

کله چې انسان خاندي د نورو ګټو تر څنګ يوه دا ده، د بدن خولې زياتيږي او د زکام د ویرس مخنيوی کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي