ټولنیز ژوند روغه سټه

د ډاکټرانو کوږ وږ خط پر مریضانو بده اغېزه کوي !

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

پوهان وايي د ډاکټرانو خط چي څومره آسانه وي هغومره د مریضانو له پاره ګټور دی. او برعکس یې پر مریضانو منفي اغېزه کوي.

په افغانستان به ډیر کله له داسې خطونو سره مخ شوي یاست چې په نسخه به پوه نه شئ چې دې کې د درملو نوم لیکلی او که هسې خطونه یې کش کړي. ډیر کله به مو د داسې بې مانا او ګډوډو نسخو انځورونو پر ټولنیزو رسنیو هم لیدلي وي.

د رائل پوهنتون طبي اکاډیمي په دې اړه وايي چي مریضان د خپل مرض له وجي تر فشار لاندي وي او د نور فشار زغم نه لري؛ دوی په ستونزه کي وي، هرکله چي د ډاکټرانو کوږ وږ خط وویني، نور هم تر فشار لاندي راځي چي دا د مریض له پاره منفي عمل دی. دوی پر خپلي نسخې د پوهېدو له پاره د بل چا مرستي ته اړتیا لري.

ډاکټران په نسخه کي د دوا وخت او مقدار مالومولو له پاره له ایټالوي ژبي کار اخلي. لکه په ورځ کي د یو ځل دوا خوړلو مخ ته OD لیکي، دوه ځلي خوړلو مخ ته BD او د درې وختو خوړونکي دوا مخ تهTDS لیکي- او همدارنګه د درد یا د ضرورت پر اساس خوړونکي دوا ته SOS لیکي. ددې تر څنګ، د معمولي زوکام له پاره هم داسي کږې نسخې ولیکي چي مریض ته خپل ځان د یوې ستري ناروغي قرباني مالومیږي.

ښه او پاک خط د انسان پر ذهن مثبته اغېزه لري، مثبت فکر زېږوي او ذهن متحرک کوي. په همدې خاطر، یاده طبي اکاډیمي ډاکټرانو ته سپارښتنه کوي چي نسخه ساده، پاکه او له شخصي شِفرونو ستره ولیکي چي دا کار پر مریض باندي مثبته اغېز کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي