عمومي موسیقي او تصویر

پرینکا چوپړا له ټپونو د رغیدو په حال کې ده

په یوې امریکايي تلویزوني سریال کوانټیکو کې د هندۍ سینمايي ستورې پرینکا چوپړا کرکټر له تروریستي چاودنو، برمته نیونې او سختو جګړو ژوندی وځي. خو ددې ډرامې د ثبت پر مهال بیا پرینکا جوړه پاتې نه شوه.

دا څلور دیرش کلنه سینمايي لوبغاړې دا مهال له هغو ټپونو رغیږي چې شوټینګ پر مهال د یوې حادثې له کبله ټپي شوه او د پنجشنبې په ورځ روغتون ته یوړل شوه.

د یکشنبې په ورځ پرینکا چوپړا په ټویټر کې د خپلو مینه والو د ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل” زه به ډيره زر ښه شم، او هیله لرم چې څومره زر ممکنه وي بیرته خپل کار ته ستنه شم.“

د ( ټي ایم ځي ) تلویزونې شبکې په وینا دا اکټره د یوې صحنې د ثبت پر مهال پر سر ولویده. او وروسته روغتون ته یوړل شوه. د نوموړې استازي امریکايي رسنیو ته ویلي، پرینکا د ډاکترانو په لارښونه کور کې ارام کوي او ډير زر به کار ته ستنه شي.

کوانټیکو (Quantico ) امریکايي تلویزوني سریال دی چې د ثبت چارې یې ۲۰۱۵ سيپټمبر کې پیل شوې.

په دې سریال کې پرینکا چوپړا د ایف بي اۍ (FBI ) د ځوانې مامورې الیکس پریش په توګه کار کوي چې وروسته له سي اۍ اې سره یو ځای کیږي.

ددې سریال دویم پړاو د جنورۍ په ۲۳ نیټه د اې بي سي تلویزون څخه خپریږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */