کلتور او هنر

پرنیتي چوپړا هم ډیر ژر واده کوي

د هندوستانۍ سېنما د فلمې ستورې پریانکا چوپړا د کورنۍ غړې او د بالیوډ مشهوره ځوانه ستورې پرنیتي چوپړا به هم ډېر واده وکړي.

هندوستانۍ رسنۍ وایي، پرنیتي چوپړا هم د واده لپاره تیاری لري او زړه یې ده چې ډېر ژر واده وکړي.

معلومیږي چې په بالیوډ کې لا تر اوسه د ودونو موسم نه دی ختم شوی، فکر کېده چې د کپل شرما اود هغې د ملګرې تر واده وروسته به په هندۍ سېنما کې ودونو ګرم موسم یو څه وقفه واخلي خو وروسته سمدلاسه د پرنیتي چوپړا د واده خبرونه خپاره شول.

چیرټ او پرنیتي

په همدې ورځو کې د ډپیکا پډوکون او رنویر سنګهـ تر واده وروسته پریانکا چوپړا هم له امریکایې سندرغاړي نک جونز سره واده وکړ، شاوخوا درې ورځې وړاندې مشهور مزاحیه خپرونو چلوونکي کپل شرما هم واده وکړ او اوس د پرنیتي چوپړا د واده خبرونه د رسنیو سرټکي او خلکو په خولو دي.

هندوستانۍ رسنۍ وایي پرنیتي چوپړا به د خپل ملګري جیرټ دیسائي سره ډېر ژر د واده په اړېکه ژوند شریک کړي.

د پرنیتي او چیرټ تر منځ د نژدې اړېکې رپوټونه په ۲۰۱۷ کال کې تر رسنیو ورسېدل، چیرټ هم د بالیوډ اړوند دی او همدلته کار کوي خو د فلم د لوبغاړي په حیث نه د یوه مرستیال فلم لارښوونکي په ډول.

چېرټ د فلم ستوري هریتیک روشن او پریانکا چوپړا فلم (اګني پت) چې په ۲۰۱۲ کال کې ریلیز شوی، د مرستیال ښوونکی په توګه کار کړی و.

له دې وروسته پرنیتي چوپړا د چیرټ سره په ۲۰۱۶ کال کې په یوه سندریز کنسرټ کې کتلي وه او په ۲۰۱۷ کال کې د دواړو د نژدي اړیکو رپوټونه خپاره شول، مګر پرنیتي همېشه چېرټ سره په خپله اړېکه خاموشي غوره کړي او خبرې یې پرې نه دي کړي.

کورنی تصویر

د رسنیو د رپوټونو له مخې چیرټ د پریانکا چوپړا او نک جونز د واده په مراسمو کې په هر حال کې د دوی د کورنۍ د یوه غړي په ډول ښکاري او وروسته له هغې چې کورني تصویران یې خپاره شول لا د دوی د واده اوازو زور اخیسته چې ګنې ډېر ژر به واده وکړي.
په خپور شوي تصویر کې ‎ چیرټ د پرنیتي سره یوځای په ښکاري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی