ټولنیز ژوند

له امیندوارو ښځو دا پوښتنې مه کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

امیندواري یو حساس دوران دی، امیندوارې ښځې په دې دوران کې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان وي، په دې لړ کې ځينې ښځې او خاوندان شته، چې په خپلو پوښتنو او خبرو سره د هغوی اندېښنې لاپسې زیاتوي. که چېرې خوښېږي مو، چې له هغو پوښتنو سره، چې نباید د امیندوارۍ پرمهال یې له ښځو څخه وکړئ، نو لاندې لیکنه په غور سره ولولئ:

آیا د ماشوم د زېږون لپاره دې پروګرام جوړ کړی دی؟
د امیندوارۍ دوران خپلې ځانګړې او خاصې سختۍ لري، د دې پوښتنې په پوښتلو سره، چې آیا د ماشوم د زېږون او له هغه څخه وروسته دوران لپاره دې پروګرام جوړ کړی دی، یوازې د مور اروایي فشار زیاتوئ، ځکه ښایي هغه تر اوسه د پروګرام جوړونې لپاره کافي وخت او انرژي ونه لري او یا یې هم ځنډولی وي، نو له دې امله پرېږدئ، چې په خپله تصمیم ونیسي او په خپلو بېځایه پوښتنو سره، لا ډېر اراویي فشار ( سټرس ) مه ورکوئ.

نجلۍ غواړې یا هلک؟
په ډاډ سره ویلی شو، چې مور د ماشوم له یو جنسیت سره ډېره مینه او لېوالتیا لري، خو تاسو نباید له هغې څخه دا پوښتنه وکړئ، د دې پوښتنې پرځای غوره ده، چې هغې ته ووایې، جنسیت مهم نه دی، د ماشوم روغتیا او سلامتیا مهمه ده. د نجلۍ یا هلک لرلو له بدو تجربو څخه څه مه ورته وایئ، دا خبرې یوازې د مور اندېښنه او خپګان زیاتوي.

څو ماشومان غواړې؟
له یوې ښځې څخه د دې پوښتنې کول کومه ستونزه نه لري، خو نباید له یوې امیندوارې ښځې څخه یې وکړئ. لومړی دا پوښتنه په بشپړه توګه شخصي ده، دویم، مور د امیندوارۍ پرمهال په داسې شرایطو کې نه ده، چې وغواړي د بل ماشوم په اړه فکر وکړي. د دې پوښتنې په پوښتلو سره، د مور په ذهن کې زرګونه پوښتنې رامنځته کېږي، چې ځواب به یې ستاسو لپاره ښه نه وي.

لکه چې غبرګوني لرې
د میندو اندام د امیندوارۍ پرمهال خرابېږي او وزن یې زیاتېږي، تاسو نباید د هغې د سترې خېټې د ښکاره کېدو له امله ورته ووایئ، لکه چې غبرګوني لرې. په ډاډ سره ویلی شو، که چېرې غبرګوني یې لرلی، نو خپله به یې تاسو ته ویلي و، له دې امله د دې جملې له ویلو څخه، چې تر ډېره د ملنډې وهلو بڼه لري، په کلکه ډډه وکړئ.

آیا کولای شم، په خېټه دې لاس ووهم؟
ښایي ستاسو لپاره په زړه پورې او جذاب وي، چې د خپلې امیندوارې په خېټه باندې لاس ووهئ، خو د یوې امیندوارې ښځې لپاره دا موضوع هېڅ جذابیت نه لري. د ښځو خېټه په دې دوران کې ډېره حساسه وي، نو له دې امله غوره ده، چې دا غوښتنه ونه کړئ، حتا که هغه ستاسو پوښتنې مثبت ځواب هم درکړي.

ستړې معلومېږې
زرګونه دلیلونه شتون لري، چې کولای شي د امیندوارې ښځې په روحیه او جسم باندې اغېزه وکړي. د وینې د فشار بدلون، کانګې، دروندوالی، سر څرخی، د معدې درد او داسې نور …
مور په کافي اندازه له دې ستونزو سره لاس و ګرېوان ده، نو غوره ده، چې تاسو د دې موضوع په یادولو سره یې فشار زیات نه کړئ، پرځای یې هغې ته روحیه ورکړئ، ترڅو خپله ستړیا او بې حالي هېره کړي.

ترڅو چې کولای شې ویده شه، ځکه له زېږون وروسته نور نه شې کولای
تاسو د دې جملې په ویلو سره هغې ته دا پیغام ور لېږدوئ، چې اوس دې له ژونده خوند واخله، ځکه دې نړۍ ته د ماشوم له راتګ څخه دې وروسته به ورځ او شپه ونه لرې، په ډاډ سره ویلی شو، چې مور په دې هرڅه باندې پوهېده او په شعوري توګه یې د ماشوم لرلو تصمیم ونیوه، له دې امله اړتیا نه شته، چې تاسو هغې ته لا ډېر منفي احساس ور ولېږدوئ. د دې جملې د ویلو پرځای، له هغې سره همدري وکړئ او د ماشوم لرلو له خوندونو څخه ورته خبرې وکړئ.

د خپل ماشوم د زېږون له سختیو څخه مې درته وویل
د مهربانۍ له مخې، له امیندوارې ښځې سره هېڅکله دا ډول خبرې مه کوئ. د هېڅ امیندوارې ښځې نه خوښېږي، چې د زېږون پرمهال د نورو ترخې تجربې واوري، د دې خبرو په اورېدو سره ورته وېره پیدا کېږي، نو غوره ده، چې خپلې تجربې له ځان سره وساتئ.

آیا د امیندوارۍ قوانین مراعاتوې؟
امیندوارې ښځې معمولاً هغه مجلې او سایټونه ګوري، کوم چې د امیندوارۍ په اړه پکې لیکنې او مقالې خپرې شوې وي او اړین معلومات ترلاسه کوي، پرته له دې، که کومه پوښتنه ولري، نو له خپلې ډاکټرې څخه پوښتنه کوي، له دې امله اړتیا نه شته، چې تاسو ورته د امیندوارۍ له قوانینو څخه یادونه وکړئ. څو دقیقې یا څو ساعتونه، چې له هغې سره یاست، نو هڅه وکړئ، مثبته انرژي ور ولېږدوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل