خواړه د ژوند رنګونه روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

امیدوارې (حامله) میندې دې دا نهه (۹) ټکي په پام کې ساتي

هره مور غواړي، چې یو ښکلی او سالم ماشوم وزیږوي. د سالم او په طبعي ډول د ماشوم زیږول کوم چانس نه دی؛ بلکې د امیدوارۍ پرمهال د میندو په پرهیز او ځان ته په پام کولو پورې تړلی دی. میندو ته پکار ده، چې د امیدوارۍ پرمهال خپل پرهیز او ځان ته ډیر پام وکړي.
دلته موږ امیدواره میندو ته د طبي کارکونکو ۹ مهمې سپارښتنې راټولې کړي:
۱ـ خپله انرژي پوره کړئ.
امیداوارې میندې باید په هغه کچه انرژي واخلي، څومره چې دوی مصرفوي. که د دوی مصرفي انرژي، د اخیستونکي انرژۍ څخه کمه وي، په مور او ماشوم منفي تاثير لري.

۲ـ د وزن کمولو کوښښ مه کوئ.
د حاملګۍ په وخت میندې باید د وزن بایللو کوښښ ونه کړي، بلکې په عادي شکل خپل ورځني کارونو ته دوام ورکړي. مګر، کولای چې سپک ورځنی فزیکي تمرین ترسره کړي. فزیکي تمرین چې ډیر دروند نه وي، د مور دردونه کموي او د ماشوم په عمومي روغتیا کې هم ګټور تمامیږي.

۳ـ ښه خواړه وخورئ.
د امیداوارۍ په مهال اړينه ده، چې میندې خپل درسترخوان ته پام وکړي. په زیاته اندازه ویټامینونو، پروټین او منرالونه واخلي. ډاکتران ورته د شنو سبزیجاتو د زیات خوړلو سپارښتنه کوي.

۴ـ استراحت وکړئ.
له دې وراخوا د امیداوارو میندو لپاره استراحت تر ټولو غوره سپارښتنه ده. د ورځې پر مهال د کارونو په مینځ کې استراحت د مور او ماشوم د روغتیا لپاره اړین دی. که په کور کې کوم میرمن امیدواره وي ښه د ه چې د کورنۍ نور غړي تر د کارونو د پیټې کمولو کې مرسته وکړي.

۵ـ خپل خوب پوره کړئ.
د امیداوارۍ پر مهال د شپۍ له مخې منظم او پوره خوب کول د ماشوم د صحت لپاره اړین دی. میندې دې کوښښ وکړي، چې په دې دوره کې له کم خوبۍ او بې ځایه اندیښنو څخه ډډه وکړي.

۶ـ زیاتې اوبه وڅښئ.
د حاملګۍ پر مهال د زیاتو اوبو څښل اړین دي. ډاکتران امیداوارې مور ته کم تر کمه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ ګیلاسه اوبو سپارښتنه کوي.

۷ـ روزنه او مشوره ترلاسه کړئ.
که په وس مو پوره وي، نو امیدوارۍ میرمن دې د ماشوم زیږولو او امیدوارۍ درس ووايي. دوې داسې یو صنف یا لارښود ته ولیږئ، چې په دې برخه کې ورته لازمې مشورې او سپارښتنې وکړي. یا لږ تر لږه باید د نثايي ولادي ډاکتر سره د خپلې حامله ګۍ پر مهال په منظم تماس کې واوسي او وخت ناوخت ورشي.

۸ـ ویرونکي کیسو ته غوږ مه نیسئ.
امیدواره میندې دې د هغه خلکو او میندو کیسو ته غوږ نه نیسي، چې هغوې د خپل ماشوم د خطرناک او ویرونکي زیږون کیسه کوي. دا ډول کیسې د مور او ماشوم لپاره ګټورې نه دي.

۹ـ ډیر تروش او ډیر تریخ مه خورئ.
که څه هم حامله ښځې تروه او ترخه خواړه خوښوي، خو ډاکتران وايي، داد دوی لپاره ګتور نه دي . د دوی په وینا د امیدوارۍ پر مهال، میندې دې اچار، مرچک او مالګین خواړه نه خوري. دا ډول خواړه د امیداوره میندو لپاره ضررناک تمامیدلی شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */